د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۴

نوې ناوې باید په مغرضانه پوښتونو ونه ځورول شي

په نننۍ خپرونه کې دا اورو چې زموږ په ټولنه کې ځینې کورنۍ دا دود لري چې کله یوه مېرمن را واده کړي نو، ډېر ژر د اولاد تمه ترې لري او که په ماشوم راوړلو کې ځنډ راشي بیا نو ښځه ملامتوي، مختلف نومونه ورباندې ږدي او ژوند یې ورتریخوي دا موضوع له صحي پلوه څنګه ده او که یوه ښځه حمل نه اخلي په دې کې یوازې ښځه ملامته ده که سړی هم رول لري؟

ډېر ځله لیدل شوي چې کله یو هلک او نجلۍ واده سره وکړي دوی لا په دې اړه تصمیم هم نه وي نیولی چې ژر ماشوم ولري او کنه خو د کورنۍ غړي یې ډېره عجله لري چې دا نوې جوړه باید ډېر ژر ماشوم وزیږوي، د کورنۍ هر غړی له نوې واده شوې ناوې نه پوښتنې کوي ماشوم دې شته او کنه، څو میاشتنې دی، باید ژر ماشوم راوړې، که د یوه کال په جریان کې مېرمن امیدواره نه شي بیا نو ان خاوند هم د خلکو د خبرو تر تاثیر لاندې راځې او په ډاکټرانو یې ګرځوي، په ځینو کورنیو کې آن له مېرمنو سره په دې برخه کې تاوتریخوالی هم کېږي چې که د یوه کال په جریان کې امیدواره نه شوې نو اینږور ته یې وایي موږ خپل زوی ته بله ښځه کوو، زوی به مې ترڅو تاته ناست وي ستا ماشوم نه کېږي.

د کابل اوسېدونکې تورپېکۍ وایي، دا چې کله واده شوه تر یوه کاله یې ماشوم ونه شو نو خسرګنې یې ډېره ورخطا وه او تل به یې پیغورونه ورکول چې ماشوم دې نشته آن کله کله به یې ورته ویل چې ستا ماشوم نه کېږي نو موږ خپل زوی ته بله ښځه کوو.

په ځینو افغانو کورنیو کې دا دود هم تر ډېره حاکم دی چې که د چا په کور کې ماشوم نه کېږي دوی یوازې ښځه ملامتوي او داسې انګېري چې مشکل ټول په ښځه کې دی، حال دا چې د ماشوم په پیدا کېدو کې مور او پلار برابره ونډه لري، کله ممکن په مور کې مشکل وي او کله ممکن پلار ځینې مشکلات ولري خو نارینه د بې اولادۍ لپاره هېڅ کله ډاکتر ته مراجعه نه کوي او دا ورته یو ډول ننګ او غیرت ښکاري.

نسایي ولادي ډاکتره ثریا یوسفزۍ وایي:

له واده نه وروسته که مېرمن تر یو کاله پورې حمل نه اخلي، دا هېڅ د تشویش وړ خبره نه ده، مېرمنې دې په دې جریان کې هېڅ دارو درمل نه کاروي ځکه چې دا عادي چاره ده، دا همداراز له کورنیو غوښتنه کوي چې که یوه جوړه غواړي چې د ماشوم خاوندان شي نو ښځه او مېړه دواړه باید ډاکتر ته مراجعه وکړي

که څوک یوه ښځه ملامتوي چې ستا اولاد نه کېږي او ژوند یې ورتریخوي دا موضوع له شرعي پلوه څنګه ده؟

د افغانستان د علومو اکادمۍ د فقهې څانګې استاد نصیراحمد نوربخش په وینا کله چې یوه مېرمن ژر اولاد نه راوړني نو کورنۍ ناوړه چلند کوي دا په شرعي لحاظ سمه خبره نه ده ځکه چې د اولاد ورکوونکی یوازې الله ج دی او که په نه راوړلو کې یوازې مور یا پلار ملامتيږي دا له شریعت سره په تضاد کې ده.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:33 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG