د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۵

الکسس سپراس: "یونان د ارواحو ګدام دی"

ټورنټو سټار ورځپاڼې په اروپا کې د کډوالو پر ستونزې په یوه مطلب کې د افغانانو په ګډون د هغو په لسګونو زره کډوالو حالت ډیر ناوړه بللی چې په یونان کې ایسار پاتې دي.

ورځپاڼې د مطلب په پیل کې د یونان د صدراعظم الکسیس سیپراس خبره رااخیستي چې ویلي یې دي، نن ورځ یونان د ارواحو ګدام دی.

ټورنټو سټار لیکي:

په نوې هواره شوې ځمکه کې سپینې خیمې کتار دریدلي او هر څومره ژر چې پوځ کولای شي یوه نوې خیمه ودروي، داخل بستر ځایونه یې ډکیږي.

دا د یونان په شمال کې د څه باندې ۱۰کمپونو یو دی چې د په زرګونو کډوالو د ځای پرځای کولو لپاره نوي جوړ شوي دي.

د ټورنټو سټار په وینا که څه هم دغه کمپ نوی جوړ شوی خو شاوخوا یې د کثافاتو انبارونه تر سترګو کیږي چې بد بوی یې باد له ځان سره وړي.

په کمپ کې ماشومان ژاړي خو میندې یې په دري، فارسي او عربي ژبو اراموي.

د محمد یوسف په نوم یو افغان چې په روانه انګریزي ژبه خبرې کوي، له بهرني خبریاله د مرستې غوښتنه کوي.

نوموړي چې ادعا کوي د اقتصاد استاد دی، وایي له طالبانو تښتیدلی او دغه کمپ د ده ځای نه دی. ۲۹

کلن یوسف وایي، دی مهم شخص و او مرستې ته اړتیا لري، یو څوک باید له ده سره مرسته وکړي چې له پولي واوړي.

خو د ټورنټو سټار په لیکنه اروپا چې د کډوالو له یوه بې ساري بحران سره مخامخه ده، د پناه ورکولو ورونه تړي.

دیرش کلنه نسرین وحدت تر یونان پورې د رسیدو سختې لارې په یاد راوړي او وایي، کله چې له لیسبوس ټاپویي په کښتۍ کې اتن ته سفر کاوه هغه مهال یې د امن احساس وکړ.

نسرین چې وایي، په افغانستان کې د کانونو او کرڼې په وزارتونو کې د جیندر په برخه کې د سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې، یونان ته په رسیدو سره یې کورنۍ د موټر په ذریعه جرمني ته سفر پلان کړی و خو کله یې چې په خبرو نو کې واوریدل چې نور افغانانو ته د وړاندې تګ اجازه نه ورکول کیږي، ټکان یې وخوړ.هغه وایي نه پوهیږي چې وژاړي که وخاندي.

د ورځپاڼې په وینا دا یواځې نسرین نه ده چې له دغه بدحالت او نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده بلکه په یونان کې د ایسار شوېو له ۳۰ زرو زیاتو کډوالو او پناه غوښتونکو همدغه حال دی.

سنټرل اشیا نیوزانلان خپرونې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په دې هېواد کې د ناټو د ماموریت د مخکیني مشر جنرال جان کېمپبل څرګندونې راخیستې چې ویلي یې دي، افغانستان به سږکال د جګړو له سخت فصل سره مخامخ وي.

هغه ویلي، دغه فصل به د افغان امنیتي ځواکونه لپاره چې تر اوسه یې تر ډیره حده دفاعي دریځ غوره کړی، سخت فصل وي.

د جنرال کېمپبل په وینا دا به د دغو ځواکونو لپاره د جګړو ډیر سخت فصل وي که دوی خپل دریځ بدل نه کړي او د جګړې په ډګر کې تر ډیره تهاجمي تګ لاره غوره نه کړي او هم د پوځي مشرانو وړتیاوي ښې نه کړي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG