د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې د نورو مسایلو ترڅنګ د حکومت په رهبرۍ کې احتمالي بدلون، د سولې روانو هڅو او د پخواني شوروي ځواکونو په وړاندې د هرات د خلکو پاڅون ته ځانګړي کړي دي.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، داسې هڅې روانې دي چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست د مرستیال په توګه وټاکل شي.
په مطلب کې د ارګ د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکل شوي چې امریکایي سناتوران او سیاستوال د افغان مشرانو د دغې طرحې هرکلی کوي.
د مطلب لیکوال ویلي، افغان ولسمشر به اوسني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي او د درې ګونو امنیتي ارګانونو مشر به یې کړي.
د ارګ همدې سرچینې ورځپاڼې ته ویلي، که چېرې عبدالرشید دوستم له دې کار سره مخالفت وکړي، نو دا احتمال هم شته چې د جمهوري ریاست د دریمې مرستیالۍ پوست رامنځ ته شي.
په مطلب کې راغلي، دغه بدلونونه د ملي وحدت حکومت د موافقې د مودې له پای ته رسېدو سره راتلونکي دي او امریکایي سناتورانو په بارک اوباما فشار راوړی چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره د دغې طرحې ملاتړ وکړي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په اړه روانو هڅو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې اسلامي حزب، سوله او خنډونه.
په سرمقاله کې راغلي چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی او یو پلاوی یې هم کابل ته راغلی څو له حکومتي چارواکو سره د سولې خبرې مخ ته بوځي.
په سرمقاله کې راغلي، حزب اسلامي په داسې حال کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتوالی وښود چې اوس – اوس یې دوه غړي د امریکا له خوا د نړیوالو ترهګرو په تور لست کې شامل شول.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د حکومت په وړاندې د هرات د خلکو پاڅون ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي، د ۱۳۵۷ کال د کب د ۲۴مې پاڅون هغه پاڅون و چې سوک پر تورې بریالی شو.
په سرمقاله کې راغلي چې په دې پاڅون کې دهرات شااوخوا ۲۵ زره بې ګنا خلک ووژل شول او کمونستي رژیم د دې پاڅون په وسیله کمزوری شو.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په همدې اړه خپله سرمقاله کې لیکلي چې د کب ۲۴مه پر ځان د باور یوه نمونه او د افغانانو د حماسو په تاریخ کې نه هېرېدونکې حماسه ده.
په سرمقاله کې راغلي، د هرات د خلکو پاڅون وښوده چې افغان ملت کولای شي خپل برخه لیک وټاکي او د نړۍ له هر زبر ځواک سره د مبارزې ټتر ووهي.