د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۷

وسیله څنګه د خپلو ۸ ماشومانو ساتنه کوي؟

وسیله د خاوند په نه موجودیت کې څنګه له خپلو اتو ماشومانو ساتنه کوي؟

په نننۍ خپرونه کې له یوې بیوزلې مېرمنې سره غږیدلې یم چې په ډیرو سختو شرایطو کې له خپلو ماشومانو سره ژوند تېروي،درې کاله کېږي چې مېړه یې بندي دی او دا په یوازې ځان له خپلو اتو ماشومانو ساتنه او پالنه کوي.

زموږ په ټولنه کې مېرمنې له رنګارنګ ستونزو سره لاس او ګریوان دي،له کورني تاوتریخوالي څخه نیولې،تر جبر زور زیاتي،په زوره او واړه عمر کې ودېدل،اقتصادي ستونزې او په ځینو مواردو کې آن د کور او ماشومانو سرپرستي هم د دوی په غاړه وي،په افغانستان کې ډېرې مېرمنې له دې کبله چې مېړونه یې وفات شوي دي یا کلونه کلونه په بهر هېوادونو کې مسافر وي او یا د کوم جرم په تور بندي وي نو دوی په یوازې ځان له ماشومانو او کورنۍ ساتنه کوي او د ژوند ټول مسوولیت دوی ته ورلغاړې وي.

۳۵کلنه وسیله هم یوه له همداسې مېرمنو څخه ده چې د کابل ښار په یوې غریب میشتې سیمه کې په یوه زاړه او ابتدایې کور کې ژوند تېروي،دوه وړې او نمجنې کوټې،خړ دیوالونه او بې دراوزې کور، وسیله په دې کور کې له خپلو اتو ماشومانو سره چې کشر یې درې کلن او مشر یې۱۳ کلن دی ژوند کوي،دا وایي درې کاله کیږي چې مېړه یې بندي دی،دا په یوازې ځان د خپلو ماشومانو ساتنه کوي، پس له خدایه یې یوازني مرسته کوونکې ګاونډیان دي چې څه ناڅه مرسته ورسره کوي.

مېرمن وسیله وایي د ورځني ژوند د تېرولو په خاطر یې۱۳ کلنه لور د ممیزو په فابریکه کې کار کوي چې د ورځې سل یا پنځوس روپۍ ورکوي،چې دا پیسې یې یوازې د کور کرایه کیږي.

د یوې ځوانې ښځې لپاره چې خاوند یې په کور نه وي ډېره سخته ده چې په یوازې ځان له ماشومانو ساتنه وکړي، مېرمن وسیله وایي، د شپې له خوا ډېره ویریږي او د اندیښنو له لاسه خوب نه ورځي.

مېرمن وسیله وایي دوی کابل ته په دې هیله راغلل چې ماشومان به یې زده کړې وکړي او ښه ژوند به ولري، نوموړې وایي، خاوند مې تر زنداني کېدلو مخکې جوالیتوب کاوه، هغه وخت که وچه وه که لمده کیسه کې نه وم ځکه چې په ماشومانو مې د پلار سیوری و خو اوس ورته ژوند ډیر سخت شوی.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:56 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG