د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

افغان ځواکونه د تکتیکي شاتګ په پلمه ځینې سیمې خوشې کوي


کاناډايۍ انلاین خپرونه ډیجیټل ژورنال له ځینو مهمو سیمو څخه د افغان ځواکونو وتلو ته اشاره کوي او لیکي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د ستراتیژیک په شاتګ په پلمه د هېواد د جنوب ځینې مهمې سیمې له جګړې پرته خوشې کوي.

خپرونه د ارزګان له ځینو سیمو او همداراز د هلمند له موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه د افغان ځواکونو د وتلو یادونه کوي او لیکي دا هغه سیمې دي چې نړیوالو ځواکونو د څو کلونو لپاره د هغو دفاع کړې وه.

ډیجیټل ژورنال هغو اوازو ته هم اشاره کوي چې وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې د هڅو په ترڅ کې غواړي هغه سیمې چې دولتي ځواکونه ترې وځي طالبانو ته وسپاري.

د موسی کلا یوه قومي مشر محمد اسماعیل چې د جګړو له کبله له خپل کلي وتلو ته اړ شوی، ژورنال ته ویلي، له یوې سیمې څخه د دولتي ځواکونو د وتلو مانا دا ده چې حکومت بایلوده او طالبانو وګټله.

نوموړی وايي، دا له هغو خلکو سره خیانت دی چې خپل ژوند یې په تېرو ۱۵ کلو کې د حکومت د دفاع لپاره په خطر کې اچولی و.

دا په داسې حال کې ده چې پوځي قوماندانان له طالبانو سره د هرراز معاملې احتمال ردوي او وايي چې له دې سیمو څخه یې تکتیکي په شاتګ کړی دی.

ورځپاڼه له فرانسپرس خبري اژانس سره ددفاع وزارت د ویاند دولت وزیري د خبرو یادونه کوي چې وايي، هغو چې دا انتقادونه کوي د جګړې په هنر نه پوهیږي.

ایکزماینر ډاټ کام:

ایکزماینر ډاټ کام examiner.com ویبپاڼې په افغانستان کې د بچه بازۍ په اړه د یوه روسي ټلویزیوني چینل مستند فلم ته اشاره کړې او لیکي د اوباما د ادارې د پالیسۍ له کبله په افغانستان کې د امریکا متحدان پر ځوانو هلکانو جنسي تېری کوي.

د روسیې د آر- ټي خبري چینل په دې ۲۷ دقیقه يي مستند فلم کې چې د شنبې په ورځ خپور شو او عنوان یې دی هغوی یوازې نڅا نه کوي په افغانستان کې د بچه بازۍ د ناوړه دود تصویر خپور کړی.

فلم د بوږوونکو تصاویر په اړه په خبرداري سره پیلېږي.

په فلم کې هغه دلالان لیدل کېږي چې ځانونه بچه بازان بولي او په کوچنیو هلکانو پسې ګرځي، لکه څنګه چې په دې مستند فلم کې ښودل کېږي دا هلکان په پیل کې نڅا زده کوي او مشرانو ته چای برابروي خو وروسته د نجونو په شان ارایش کېږي او بیا د نارینه وو محفلونو ته د نڅا لپاره بېول کېږي.

په ویډیو کې ښودل کېږي چې د نڅا د محفل په پای کې نارینه له دې هلک سره د شپې د تېرولو په خاطر بولۍ یا مزایده کوي.

په فلم کې یوتن چې ملکي جامې لري او ځان قوماندان جبار بولي، یادونه کوي چې د بچه بازۍ لپاره له دولسو او دیارلسو نیولې تر پنځلس کلنو هلکانو پورې غوره کېږي.

د قوماندان جبار په وینا بچه بازان په همدې عمر هلکان ډېر خوښوي او بیا یې تر ۲۵ کلنۍ پورې ساتي.

د ایکزماینر ډاټ کام مطلب په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د بچه بازۍ په اړه د سانفرانسسکو کرونیکل San Francisco Chronicle په نوم د امریکايۍ ورځپاڼې یو مطلب ته اشاره کوي چې سرلیک یې و، د افغانستان یو ناولی کوچنی راز، په مطلب کې هغه مهال لیکل شوي و چې اکثر امریکايي پوځیان په افغانستان کې د دندې پر مهال ویني چې یو پوخ سړی له یوه ځوان، ښایسته هلک سره لاس په لاس ګرځي خو ښکاري چې د هلک پلار نه وي.

XS
SM
MD
LG