د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام UNDP د ښځو د ورځې په درشل کې پر خپله ویبپاڼه د یوې افغان مېرمنې د تصویر پر ځای تشه توره صفحه خپره کړې او غواړي دا کار په راتلونکي کې بیا تکرار کړي.
ملګروملتونو له ښځو سره د مرستو په برخه کې څه کړي دي او ایا پر اوسنیو لارو چارو سربېره نور کوم پروګرامونه هم لري؟
دا پوښتنې احمدتکل د UNDP له ویاند جلال الدین کسات څخه په یوه مرکه کې پوښتلې دي.
ښاغلي کسات د مرکې په پیل کې له ښځو سره د خواخوږۍ لپاره د UNDP پر ویبپاڼه د تور چوکاټ د خپرولو پر هدف رڼا واچوله: