د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

سرنوشت: د طالبانو اعلامیه او د مخامخ خبرو ډرامه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د سولې په اړه د طالبانو نوې دریځ او د انتخاباتو د اصلاح په اړه د ولسمشر نوې فرمان ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د طالبانو اعلامیه او د مخامخ خبرو ډرامه.

په سرمقاله کې راغلي چې طالبانو د سولې په خبرو کې خپل ګډون رد کړی او لامل یې هم د جګړې لیکو ته د امریکایي ځواکونو بېرته ستنېدل او د طالبانو په وړاندې د حکومت د عملیاتو زیاتېدل یاد کړي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، له دې وړاندې طالبانو د څلور اړخیزو غونډو د بحثونو په اړه څه نه ویل، خو دا ځل یې په وضاحت سره په دې خبرو کې خپل ګډون رد کړ.

د ورځپاڼې په باور، اوس افغان حکومت ته په کار ده چې له چین او امریکا څخه وغواړي څو پاکستان دې ته اړ کړي چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې هم همدې موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې طالبان په داسې حال کې د سولې په خبرو کې خپل ګډون ردوي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي او د ژوند له ټولو اسانتیاوو برخمن دي.

په سرمقاله کې راغلي، د طالبانو د نوې دریځ په اعلانیدو کې هم د اسلام اباد له خوا معامله موجوده ده، ځکه چې طالبانو دا دومره وخت خپل غږ نه اوچتوه، خو کله چې مخامخ خبرې نېږدې شوې نو د سولې له خبرو یې انکار وکړ.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو نوي دریځ ولس ناهیلی کړی او داسې ښکاري چې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف وروستی سفر هم د یوې سیاسي معاملې په هدف و.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه فرمان له هغه وروسته لاسلیک کېږي چې بارک اوباما له اشرف غني سره خبرې وکړې او د انتخاباتو په اړه یې ورته ځینې سپارښتنې درلودې.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر دا ځل د انتخاباتو د اصلاح په اړه فرمان له ولسي جرګې سره تر مشورې وروسته لاسلیک کړی او دا د دې ښکارندویي کوي چې له ولسي جرګې سره هم معامله شوې ده.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د مشر عبدالستار سعادت خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که چېرې ټاکنیز کمېسیونونه د دوو کسانو ترمنځ وویشل شي ناوړه پایلې به ولري او د افغانانو لپاره به د زهرو جام وي.

XS
SM
MD
LG