د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

"د سولې له خبرو مخکې باید دواړه لوري یو پر بل باور وکړي"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د سولې روانو هڅو او په دې اړه په اسلام اباد کې جوړیدونکې غونډې ته ځانګړې کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې له خبرو مخکې باید د سولې دواړه لوري یو پر بل باور وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز دا خبره چې ویلې یې دي، د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، د سولې د خبرو بریالیتوب ته هیلې زیاتې کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د اعتماد د فضا له رامنځ ته کیدو سره سم موقت اوربند هم هغه څه دی چې د سولې د خبرو ګټه تضمینولای شي.

انیس:

که د طالبانو مشران د سولې په خبرو کې له ګډونه ډډه وکړي، له پاکستانه به وایستل شي، دا د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د اسلام اباد، کابل، واشنګټن او بیجینګ په څلورمه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له طالبانو سره مخامخ خبرې باید د مارچ له لسمې تر پنځلسمې نېټې پورې په اسلام اباد کې وشي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د افغانستان د سولې له بهیره د ترکمنستان، ایران او هند ملاتړ هم ګټور دی او دا په دې معنی دی چې افغانان سولې ته له هر بل چا ډېره اړتیا لري.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په خبرو کې د دواړو لورو نظرونه په پام کې نیول کېږي.

په سرمقاله کې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکل شوي چې له طالبانو سره د افغان حکومت جګړه هم ګټه نه کوي او ښه ده چې د سولې پر خبرو تمرکز زیات شي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په اړه د څلور اړخیزې کمېټې هڅې او کارونه د ستایلو دي او خلکو ته یې هیلې پیدا کړي دي.

په سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د مرستیال په حواله راغلي چې ویلې یې دي، امریکایي چارواکي هم د پخوا په پرتله د افغانستان د سولې د خبرو بریالیتوب ته هیله من شوي دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې خبرو ته که څه هم هیلې زیاتې شوي، خو امکان نه لري چې ډېر ژر دې نتیجه ورکړي او په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی کم کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې یوشمېر استخباراتي کړۍ د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لري او همدغه کړۍ تل د سولې د خبرو په وړاندې خنډونه هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG