نړۍ
ترکیې د زمان په نوم ورځپاڼې کنټرول په لاس کې اخیستی
ترکي چاروکو د دغه هېواد د یوې مهمې ورځپاڼې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
داسې ښکارې چې دا د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مخالفینو پرضد یوه نوې هڅه ده.
ترکي پولیس نیمه شپه د زمان ورځپاڼې دفتر ته ورغلل، څو د محکمې پرېکړه پلې کړي.
پولیسو د ورځپاڼې د سلګونو ملاتړ کوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه کار واخیست او پر هغوی یې اوبه وشیندلې.
زمان ورځپاڼه شپږ لکه پنځوس زره ګنې خپریږي چې دا ورځپاڼه د ترکیې یو دیني عالم ملا فتح اله ګولین ته نېږدې ورځپاڼه بلل کېږي.
ګولین اوس په امریکا کې اوسي او د ترکیې ولسمشر هغه تورن کړی دی چې د حکومت د نسکورولو هڅه یې کوله.
امریکا دا اقدام غندلی دی، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وویل:
"موږ ترکي چارواکي دې ته هڅوو چې په خپلو کارونو کې نړیوالو ډیموکراټیکو ارزښتونو ته چې د دوی په اساسي قانون کې هم شته، پاملرنه وکړي چې په دې کې د بیان ازادي او په ځانګړې ډول د رسنیو ازادي شامله ده."
تر اوسه ترکي چارواکو دا خبره نه ده توضیح کړې چې ولې یې د زمان ورځپاڼې دفتر نیولی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم، تیره اوونۍ ترکیه کې د اقلیمي مذاکراتو ناکامېدل «د اندېښنې وړ» وبلل او وویل چې اقلیمي ناورین د میلیونونو خلکو پر ژوند اغېز کوي.
پاپ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په واتیکان کې له خپلې اوونیزې غونډې وروسته وویل: «د اقلیمي ناورین سختو چاپېریالي پېښو ته په کتو ، دا د اندېښنې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنفرانس (کاپ ۳۱) پرته له دې پای ته ورسېد چې نړیواله ټولنه د دغه ناورین د جدي او مسوولانه حل لپاره روښانه ژمنې وکړي.»
د «کاپ ۳۱» په نامه د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوال کنفرانس چې دروانې نومبر میاشتې له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې د ترکیې په انتالیا ښار کې دایرشو پرته له موافقې پای ته ورسېد.
برېتانیه کې د بریښنا او ګازو بیې لوړیږي
د برېتانیا د انرژۍ د بازار د تنظیم ادارې (Ofgem) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) اعلان وکړ چې د برېښنا او ګاز بیې به د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ میاشتې څخه د میلیونونو کورنیو لپاره ۲۶ سلنه لوړې شي.
د دې ادارې د راپور له مخې، د بیو دغه زیاتوالی به د کورنیو کلني لګښتونه شاوخوا ۴۴۳ پونډه زیات کړي او د یوه کال ټول لګښتونه به ۲۱۶۶ پونډو ته ورسوي.
یاده اداره زیاتوي چې ، د بیو دغه لوړوالی به د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ میلیونه کورنۍ اغېزمنې کړي؛ خو هغه کورنۍ چې د انرژۍ د ثابتو بیو قراردادونه لري، د خپلو قراردادونو د اعتبار تر پای پورې به اغیزمنې نه شي.
د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ کموالی، په نړیوال بازار کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
امریکايي رسنۍ : په سې آی اې سایبري برید کې یو لړ غیرمحرم معلومات افشا سوي
امریکايي رسنۍ د استخباراتو په مرکزي ادارې، (سي آی اې) او د ملي استخباراتو د مدیر په دفتر د سایبري برید خبر ورکوي.
خبرزیاتوي چې د برید په نتیجه کې دغیرمحرم معلوماتو یوه برخه افشا سوې.
نیویارک تایمز راپور ورکوي چې برید د معلوماتو د راټولونې او څیړنې پر سیستم شوی دی.
سی ان ان تلویزني شبکې دبرید دچینايي سرچینې احتمال مطرح کړی خو په برید کې د چین د حکومت ونډه تراوسه نه ده تایید شوې.
دا هم نه دي څرګند چې برید کله او څنګه شوی دی.
عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالره کسر سره تصویب کړه
سعودي عربستان د ۲۰۲۷ کال بودجه د شاوخوا ۵۱ میلیارده ډالرو کسر سره په داسې حال کې تصویب کړه چې د یمن حوثیانو سره جګړې په دې وروستیو کې زور اخیستی دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان وايي د هېواد اقتصاد د اوږدمهالې جګړې د زغملو وړتیا لري.
د تصویب شوې بودجې له مخې چې د سېشنبې په ورځ «د لیندۍ په درېیمه» اعلان شوه، اټکل کېږي چې د سعودي عربستان عواید به په راتلونکي میلادي کال کې شاوخوا یو ټریلیون او ۲۰۰ میلیارده سعودي ریالو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې لګښتونه بهیې یو ټریلیون او ۳۹۰ میلیارده ریاله وي.
په دې توګه به د بودجې کسر ۱۹۰ میلیارده ریالو ته ورسېږي چې د ۵۰ میلیارده او ۷۰۰ میلیونو ډالرو معادل دی.
د سعودي عربستان د مالیې وزیر، خبریالانو ته وویل چې پر ملکي بنسټونو بریدونه او یا هم د «توغندیو له لارې باج اخیستل» نهشي کولای ریاض دې ته اړ کړي چې له خپلو امنیتي دریځونو شاتګ وکړي.
په ایران کې د تقلبي الکولو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي
د ایران په بېلابېلو سیمو کې په روانه میاشت کې د ناقانونه جعلي الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او سلګونه نور مسموم شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ چې د نومبر په میاشت کې د دغه هېواد په کچه د جعلي الکولو د مسمومیت ۳۵۶ پېښې ثبت شوې دي.
په ایران کې د الکولي مشروباتو تولید، پلور او څښل منع دي.
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال سجاد رضوي دولتي ټلوېزیون ته ویلي: "د وروستیو شمېرو له مخې، ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۸۷ نور په روغتونونو کې بستر شوي دي چې له ډلې یې ۳۳ کسان د جدي پاملرنې په څانګه کې دي."
د راپور له مخې، په هغو ولایتونو کې چې دغه پېښې پهکې رامنځته شوي، چارواکو د پېښو لامل جعلي الکولي مشروبات او د میتانول لرونکي مواد بللي دي.
په ایران کې د الکولو د بندیز سربېره، ناقانونه جعلي الکولي مشروبات په اسانۍ ترلاسه کېږي او وخت ناوخت د مرګونو مسمومیتونو لامل کېږي.
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي ۷۴ دُرې وهل شوې
ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي له اجباري حجاب پرته د کنسرټ په خاطر ۷۴ دُرې وهل شوې.
هغې او د موسیقۍ د ټیم څلورو غړو ته یې پرون دوشنبه په قم کې سزاوې ورکړل شوي.
پرستو احمدي د ۱۴۰۳ کال په قوس/لیندۍ میاشت کې د قم ولایت په یوه کاروانسرای کې له اجباري حجاب پرته کنسرټ ثبت او خپور کړی و چې میلیونونه کسانو وکوت.
هغه وروسته د قُم ولایت د قضايي ادارې له خوا د «عمومي عفت د زیانمنولو او په مجازي فضا کې د خرابو او له اخلاقو د لرې محتوا په خپرولو» باندې تورنه شوه.
پرستو احمدي همدارنګه په دوه کاله ممنوع الخروجي او د دوو کلونو هنري فعالیت په بندیز هم محکومه شوې ده.
د بشري حقونو ګڼو مدافع سازمانونو له ایراني چارواکو غوښتي و چې د پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ د ټیم له مجازاتو ډډه وکړي.
جینسین هوانګ بېرته د انویډیا مشر شو
د امریکا یوه لوی ټیکنالوژۍ شرکت انویډیا اعلان وکړ چې جینسن هوانګ یې بیرته د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.
ښاغلي هوانګ تیره میاشت وروسته له هغه له انویډیا څخه استعفا وکړه چې له یوې چینایي سوداګرې سره چې ګمان کیږي د چین لپاره یې جاسوسي کوله، له واده بهر اړیکه ساتلې وه.
جینسن هوانګ شاوخوا دیرش کاله د انویډیا مشري په غاړه درلوده او دا شرکت یې د امریکا د ټیکنالوژۍ په یو لوی شرکت بدل کړی.
انویډیا Nvidia د مصنوعي ځیرکتیا د چپونو یا میموري کارټونو د تولید یو لوی شرکت دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له انویډیا غوښتي و چې جنسن هوانګ بیرته د دغه شرکت د مشر په توګه وټاکي. ولسمشر ټرمپ د هوانګ د بېرته ټاکلو په اړه د انویډیا شرکت د مشرتابه پرېکړه ستایلې او ډېره پر ځای یې بللې ده.
د جینسن هوانګ له بیرته انتخابیدو سره د انویډیا شرکت سهام په بازار کې شاوخوا دیرش فیصده لوړ شوي دي.
تمه ده چې د امریکا کانګرس او همدارنګه په خپله د انویډیا شرکت مشرتابه بورډ د جنسن هوانګ او د چینايي سوداګرې د اړیکو په باب د راپورته شویو اندیښنو او تورونو په اړه څیړنې وکړي.
اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی
اروپايي کمېسیون پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی چې له مخې بهیې د روسیې ورزشکاران د اروپايي ټولنې په سیالیو کې د دغه هېواد تر بیرغ لاندې له ګډون څخه منع شي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه چې د دوشنبې په ورځیې وړاندیز اعلان شو، د روسیې پر پخوانیو پوځيانو د ویزو بندیز او د دغه هېواد پر ۶۰ بانکونو او د ډیجیټلي اسعارو پر مؤسسو محدودیتونه هم پهکې شامل دي.
د اروپايي کمېسیون مشرې، اورزولا فون درلاین ویلي چې ورزشي سیالۍ باید د سیاسي تبلیغاتو پر ډګر بدلې نهشي.
هغې ټینګار کړی چې د نویو بندیزونو هدف په اوکراین کې د روسیې د جګړې د تمویل سرچینې محدودول دي.
دا پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو ۲۲مه بسته ده او د عملي کېدو لپارهیې د دې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو موافقې ته اړتیا ده.
سرچینې: امریکا له متحدینو سره د سوري ځواکونو د روزنې په اړه خبرې کوي
امریکا د سوریې د دولتي ځواکونو د روزنې په اړه خپلو متحدینو سره خبرې کوي.
پنځو باخبره سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا طرحه لا د ارزونې په پړاو کې ده او تمرکز یې د ماینونو پر پاکولو، د چاودېدونکو توکو پر شنډولو او د پولو پر امنیت دی.
که دا پلان ومنل شي، نو ښايي د راتلونکي کال په ترڅ کې د امریکا یو محدود شمېر پوځیان د پروګرام د پلي کولو لپاره سوریې ته ستانه شي.
خو د بشري حقونو په تړاو د سوریې د ځینو ځواکونو د سابقې په اړه اندېښنې او په امریکا کې قانوني خنډونه د دې طرحې پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
روېټرز خبري اژانس د دغه پلان په هکله د سوریې دفاع وزارت نظر غوښتی، خو ځوابیې نهدی ترلاسه کړی او د دې پروګرام د عملي کېدو په اړه لا هم نهايي پرېکړه نهده شوې.
د ایران د پوځي کښتیو د ویشتلو لپاره د ټرمپ ګواښ؛ ایران بیا وایي محاصره د زغملو نه ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که ایران د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي کښتۍ به یې هدف وګرځول شي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران د سمندري ځواکونو کښتۍ به د سمندر تل ته ولیږي.
اخوا د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې د امریکا سمندري محاصره به ونه زغمي او ورسره د مقابلې لپاره به له هر ډول پوځي، سیاسي او ډپلوماټیکو لارو کار واخلي.
هغه همدارنګه وویل چې که امریکا خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به په لنډ وخت کې هرمز تنګی پرانیزي.
امریکا د اسد میاشتې له ۲۳مې د ایران سمندري محاصره بیا پيل او په وروستیو کې یې لا پسې پراخه کړې.
د امریکا له خوا د ایران سمندري محاصرې د ایراني تیلو صادرات سخت محدود کړي.