د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د ریس صیب او د هغه د معاونانو له مقررۍ څخه خبروو.
ریس صیب ډیر ښه سړی دی خو د بوډاتوب له امله خپل لاسلیک هم په بل چا کوي!
هغه وايي چې په لوی لاس یې انفجار ته برابر کړم خو خپلوان يې وايي چې دی
هسې ویریږي ځکه ریس صیب څلور تنه معاونان لري او ترڅو چې د بم نوبت
ده ته ورسیږي نو یا به د دې خوا شوې وي او یا به هم د هغې خوا!
د ریس صیب اولادونه بیا من من غوښې اخلي، وایي ډیره واره داره دنده ېې ده
او ډیرې پیسې دي په کې!
ورپسې هغه سړی درښيوو چې لومړی يې د زوی او بیا ېې د لور واده دی.
وبه وینئ چې نوموړی د زوی او لور پلار د زوی په واده کې څه وايي او څه غواړي؟ او همدارنګه د لور په واده کې څه ډول شخصیت غوره کوي؟
د یوه انسان دوه مخونه یوازې په یوه واده کې لیدلای شئ!
جوړوونکی : ننګیارنااشنا