تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۳

ځینو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

امریکایي ورځپاڼه واشنګتن پوسټ لیکي، د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته په لومړیو کلونو کې افغان ځوانانو ته طالبان ډېر بد ایسېدل، د هغوی ناوړه چلند، د ښکاره اعدامونو په ګډون د دوی په یاد و، د طالبانو له لورې پر ښځو بندیزونه او پر نارینه و په زوره د ږیري د پرېښودو کیسې د ځوانانو مخې ته تېرې شوې وې.

خو واشنتګن پوسټ لیکي چې د بهرنیو محاربو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی دی او افغان ځوانان اوس هغسې فکر نه کوي لکه د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته چې یې کاوه.

ورځپاڼه د خالد اصف په نوم د یوه ۲۴ کلن افغان خبرې رااخیستې دي چې وایي، اوسنی وضعیت ډېر بد دی او دا ماته مهمه نه ده چې څوک واکمن کېږي.

خالد زیاتوي چې طالبان ښه نه دي خو د هغوی په څېر بد رنګه څېرې هرځای شته.

واشنتګن پوست بیا لیکي چې د نظر دغه بدلون له طالبانو سره د سولې د خبرو له هیلو سره پیدا شوی دی.

ورځپاڼې په وینا په ورته وخت کې افغان ځوانان نه غواړي چې ځیني شیان لکه د بیان ازادي، د ښځو حقونه او انټرنټ په څېر لاس ته راوړنې د سولې قرباني شي.

واشنګتن پوسټ د ۱۹ کلن نعیم سادات په وینا چې د کابل پوهنتون محصل دی، لیکي چې د انټرنټ په برخه کې خو هېڅ خبرې پکار نه دي او د تلویزیوني چاینلونو په برخه کې پروا نه کوي که بدلون راځي.

نیویارک کر:

د لوېدیځ یوه بله خپرونه، نیویارک کر بیا د افغانستان تیرې نېږدې۱۵ کلنې لاس ته راوړنې تر سوال لاندې راوړي دي او پوښتنه کوي، په افغانستان کې د امریکا پر جګړې څومره ډېرې پیسې ولګېدې، له څومره زوره کار واخیستل شو، خو ډېر لږ ترلاسه نه شول؟

کانګرس په تېرو کلونو کې نېږدې ۸۰۰ میلیارډه ډالر د افغانستان د جګړې لپاره تصویب کړي، ۱۱۳ میلیارډه ډالر د افغانستان په بیا رغاونه لګول شوي چې د خپرونې په باور دا پیسې تر هغه ډېرې دي چې تر نړیوالې دوهمې جګړې وروسته په جرمني کې د مارشال پر پلان مصرف شوې وې.

نیویارک کر بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیترایس د ۲۰۰۸ میلادي کال خبره خپره کړې ده چې ویلي یې و، له پیسو د وسلې په څیر استفاده کیدای شي.

خو د خپرونې په باور دې هڅې اداري فساد دومره پراخ کړ چې ځینو پوځي چارواکو په خپله اعتراف وکړ چې اداري فساد ورته په یوه دښمن بدل شوی دی، خپرونه بیا لیکي دې تګلارې یوازې یو څو تنه په افغانستان کې شتمن کړل.

​
XS
SM
MD
LG