تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۹

"راتلونکي کې به د افغانستان د جګړې په اړه د کیسو لیکلو بڼه بدله شي"

د برېټانیا ډېلي ټېلېګراف ورځپاڼې د هغې افغان ماشومې په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې یوه پخواني برېټانوي سرتېري د زړه سوي په خاطر غوښتل په غیر قانوني توګه یې له فرانسې څخه برېټانيا ته ورسوي.

دا څلور کلنه ماشومه بهار احمدي نومېږي چې د راب لاوري په نوم یوه سرتېري هڅه کوله د برېټانیا لېډز ښار ته يې انتقال کړي.

دا پخوانی برېټانوی سرتېری په خپله هڅه کې بریالی نه شو او پر لار کې ونیول شو.

سرتېری راب لاوری محکمې ته وېوړل شو خو قاضي د هغه دا عمل د زړه سوي په خاطر جرم نه دی ګڼلی او هغه ته يې برائت ورکړی دی.

ډېلي تېلېګراف زیاتوي، راب لاوري دغې ماشومې او د هغې ۳۳ کلن پلار ته یو ګرځنده کور ډالۍ کړ چې وکولای شي د فرانسې په ساحلي ښار کلی کې د ځنګل په نامه د کډوالو په کمپ کې اووسېږي.

خو اوس د فرانسې محکمې د دې کمپ چې د څلور کلنې بهار ګرځنده کور هم په کې دی، د تړلو حکم کړی دی.

د بهار پلار څو ورځې وړاندې په کمپ کې راپرېوت چې له امله يې پښه ماته شوه.

د فرانسې حکومت هغه ته یو اپارتمان ورکړ چې په موقت ډول په کې اووسېږي.

خو د مطلب لیکوال وايي، لیرې نه ده چې بهار او پلار يې بېرته په ځنګل کې خپل سیار کور ته ستانه شي او هلته هم ښايي د اوسېدو ځای ونه لري او بیا بې ځایه شي.

فارن پالېسي:

فارن پالېسي خپرونې بیا د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی، په راتلونکي کې به د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې په اړه د کیسو لیکلو بڼه بدله شي.

فارن پالېسي لیکي، اوس چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اډې په تړل کېدو دي او ژورنالېستان د لوړو دېوالونو تر شاه د بهرنیانو د کیسو په لټه کې نه دي، نو باید نوې لارې پیدا کړي چې په راتلونکي کې د افغانستان جګړه تشرېح کړي.

خپرونه وړاندې لیکي، اوس په افغانستان کې د داعش فعالیتونه او د تاوتریخوالي لړۍ د بیا زیاتېدو کیسې زیاتې شوي دي، لیکوالان او ژورنالېستان په داسې پېچلي وضعیت کې نه پوهېږي چې په څه ډول د افغانستان د جنګ کیسې جوړې کړي.

د فارن پالېسي خپرونې د دې پوښتنې په ځواب کې ژورنالېست او لیکوال استري جیفري یو کتاب خپور کړی دی چې په کې يې په افغانستان کې د جګړې د کیسو د لیکلو لپاره وړاندېزونه کړي دي.

استرن جیفري ژورنالېستانو او لیکوالانو ته وړاندیز کړی دی چې په هغو کسانو پسې وګرځي چې جګړې او تاوتریخوالي يې په ژوند کې تحولات راولي او په ځانګړي ډول هغه افراد پیدا کړي چې د ځینو لپاره عبرت او د ځینو لپاره سرمشق ګرځي.

​
XS
SM
MD
LG