د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

نړۍ

اوباما د جاپان له صدراعظمه غوښتي چې د روسیې سفر لغوه کړي

جاپاني رسنۍ وايي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشربارک اوباما د جاپان له صدراعظم شینزو ابې څخه غوښتي چې د روسیې له ولسمشر ولادي میرپوتین سره د خبرو لپاره په مې میاشت کې مسکو ته لاړنشي.

د کویدو او جي جي خبرې رسنیو د راپورونو له مخې چې نن خپاره شوي، اوباما ابې ته ویلي چې دغه سفر لغوه کړي ځکه هغه په اوکراین کې د مداخلې په خاطر د مسکو د منزوي کولو لپاره د امریکا له پالیسۍ سره اړخ نه لګوي.

خو ابي په دغو ټلیفوني خبرو کې چې د فبرورۍ په نهمه یې ترسره کړي، د اوباما دغه غوښتنه ردکړې او هغه به د می میاشتې په پیل کې د روسیې سوچي ښارته لاړشي او له پوتین سره به وګوري.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د دغه پلان شوي سفر په اړه د ابې او اوباما د خبرو جزیات نه دي په ډاګه کړي خو دومره یې ویلي چې د دوی د خبرو ډېره برخه د شمالي کوریا د توغول شوي توغندي په وړاندې د غبرګون پرمسالې څرخېدې.

د جاپان صدراعظم لېواله دی چې له روسیې سره د هوکیدو د ټاپوګانو پر سر ځمکنۍ د لسیزو زړه دعوا پای ته ورسوي.

دغه ټاپوګان چې جاپان یې د ملکیت ادعاکوي، روسیې لاندې کړي.

دغه د خاورې د ملکیت پرسر دعوا د دی سبب شوې چې دواړه هېوادونه ونشي کولای له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

د کویدو خبري اژانس په وینا ابی اوباما ته ویلي چې د ځکمې پرسرد لانجې هواری به د ختیځې اسیا د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په سویس کې د اورلګیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د سویس پولیس وایي، د کران مونتانا په تفریحي ښار کې د نوي کال د لمانځلو پرمهال د اورلګیدو له امله شاوخوا څلویښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې سل تنه نور ټپيان شوي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې اور چا قصدا اچولی وي.

ځیني قربانیان ډير سوځیدلي دي چې پيژندل یې سخته دي.

دا پېښه د شپې د یوې نیمې بجې خواته رامنځته شوه.

سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د اورلګیدو علت نه دی روښانه شوی.

زیلینسکي: سوله کوو، خو په هره بییه نه

ولادیمیر زیلینسکي
ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال هرکلی په یوې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي، خو نوموړي وویل داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي.

د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. ده وویل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې تړون "۹۰ سلنه" بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به "د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک" وټاکي.

د اوکراین ولسمشر بیا وویل، اوکراین سوله غواړي خو په هر قیمت یې نه غواړي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.

د ایران د بسیج ځواکونو یو غړی ووژل شو

په ایران کې اعتراضونه-ارشیف
په ایران کې اعتراضونه-ارشیف

د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

دا خبر نن پنجشنبه د ایران دولتي تلویزیون خپور کړ.

دې تلویزیون د لرستان ولایت د والي د مرستیال سعید پورعلي په وینا وویل چې د بسیج ځواکونو یو تن چې یو ویشت کاله عمر یې و، د کوهدشت په ښار کې د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې ووژل شو چې د عمومي نظم د حفاظت لپاره یې هڅه کوله.

پورعلي ادعا کوي چې دا سرتیری د بلوا کوونکو له لورې وژل شوی دی.

د یکشنبې له ورځې راهیسې چې په ایران کې اعتراضونه پيل شوې دي، دا د مړینې لومړی خبر دی.

بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب تر سیورې لاندې ملیشه ده چې د ایران د دولت پياوړی مټ ګڼل کیږي.

په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي

سویس- د سکي یوه سیمه- ارشیف
سویس- د سکي یوه سیمه- ارشیف

د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.

سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.

د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.

دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.

په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه

د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.

د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بې‌ساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.

ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.

په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ

د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف
د داعش د مشکوکو غړیو پرضد د ترکي پولیسو عملیات-ارشیف

ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.

ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.

د ایران په پلازمینه او شمیر ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونه

په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه
په کرمانشاه کې د لاریونه دریمه ورځ-سه شنبې د ډسمبر ۳۰ مه

په ایران کې لاریونونه له پلازمېنې تهران څخه نورو ښارونو ته غځیدلي دي. دا اعتراضونه د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله له پلازمینې تهران څخه نورو ښارونو ته خپاره شوې دي.

اعتراضونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پيل شول چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر بل هر وخت ټیټه شوه، نو همهغه و چې د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

د راپورونو له مخې له تهرانه پرته، په کرج، همدان، ملارد، قشم، کرمانشاه، شیراز، اصفهان او یزد کې هم مظاهرې شوې دي.

پولیسو په ځینو سیمو کې د لاریونوالو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار اخیستی دی.

د اوکراین په اودیسا ښار کې د روسیې په بریدونو کې درې ماشومان ټپیان شوي

اوکرایني چارواکي وايي، "پر اودیسا ښار د روسیې په بریدونو کې د دریو ماشومان په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي".

ددغه ښار پوځي مشر نن چهارشنبې پر خپل تلګرام کې لیکلي، "د روسیې بې پیلوټه الوتکو زموږ کورونه، لوجستکي او د انرژي د تولید سیمې په نښه کړې دي".

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه دي چې د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر استوګن ځاي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه رد کړل او مسکو يې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.

کرملین پرون سه شنبې ادعا کړې وه چې،"بې پیلوټه الوتکو د نووګورود په سیمه کې چیرته چې د پوتین استوګن ځای دی برید کړې دی".

وړاندې راغلي و چې دا برید پر "پوتین برید دی" دی.

بل پلو، تمه ده د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جنوري په شپږمه په فرانسه کې له خپلو لویدیزو متحداین سره له روسیې سره د سولې د خبرو اترو په اړه وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ویلي و، اوکرایین او روسیه د بل هر وخت پرتله سولې ته نژدې شوي دي.

نن د خالدې ضیا د جنازې مراسم په ډاکه کې ترسره کیږي

نن د بنګله دیش د پخوانۍ صدراعظمې خالدې ضیا د جنازې مراسم دي.

هغه چې د بنګله دیش لومړنۍ ښځینه صدراعظمه وه پرون سهار د ۸۰کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوه.

د محمد یونس په مشرۍ د بنګله دیش موقت حکومت په دې هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او تمه ده چې د خالدې ضیا د جنازې لمونځ د پارلمان د باندې وشي.

د هغه مړی به د بنګله دیش د پخواني ولسمشر او د هغې د خاوند ضیالرحمن ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

موقت حکومت اعلان کړی چې په ټولو امنیتي پوستو کې به بیرغ نیمه ځوړند وي.

د خالدې ضیا د جنازې په مراسمو کې به د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري.

اغلې ضیا چې درې ځلې د بنګله دیش د صدارعظمه په توګه ټاکل شوې وه، په ۲۰۱۸کال کې د شیخ حسینې په حکومت کې په مالي فساد تورنه او نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځول شوه.

د ترکیې پولیسو نژدې څلور سوه کسان داعش ډلې د اړیکو په تور نیولي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملیاتو کې يې نن سې شنبې ۳۵۷ شکمن کسان نیولي دي.

دا شکمن کسان په داسې حال کې نیول شوي چې پرون دوشنبې د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې درې پولیس وژل شوي او شپږ وسله وال کسان ټپیان شوي وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي چې دا عملیات د ترکیې په ۲۱ولایتونو کې شوي دي.

له دې وړاندې د استانبول لوی څارنوالی اعلان کړی و چې پولیسو د دې ښار په ۱۱۴ سیمو او دوو نورو ولایتونو کې ډیر شمیر اسناد او ډیجیټالي مواد ضبط کړي دي.

اوونۍ وړاندې د ترکیې پولیسو له سلو ډیر کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي وو.

پولیسو هغه مهال ویلي وو، " دې کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلوده".

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG