د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

"اروپا د افغان پناه غوښتونکو پر مخ دروازې تړلي"


د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، ټایمز بیا د افغان کډوالو مساله رااخیستې ده او تر دې سرلیک لاندې مقاله لري « اروپا د افغان پناه غوښتونکو پر مخ دروازې تړلي».

په دې مقاله کې لولو چې لږ تر لږه پنځه زره افغانان د یونان په شمال کې مسدونیا ته څیرمه په یوه سرحدي ښار کې بند پاتې دي.

ټایمز بیا د یوه افغان انځور وړاندې کړی دی چې له سرحد سره له یوې مانع سره ولاړ دی او په غېږ کې یې ماشوم ورته ژاړي.

د خپرونې په وینا له کله چې سرحد تړل شوی په زرګونو افغانانو دا هیله له لاسه ورکړې چې لویدیځې اروپا ته به رسیږي.

سربیا پنځه ورځې مخکې له اتریش، کرویشیا، مسدونیا او سلونیا سره د یوه تړون له مخې سرحد بند کړ.

ټایمز وړاندې د یونان د کډوالو د چارو د یوه مسوول خبرې راخیستې دي چې وایي، د مسدونیا سرحدي ساتونکي د هر هغه کس اسناد ګوري چې دغهَ هیواد ته داخلیږي، نو په درې څلور ساعته کې ایله په بیله ۱۰۰ تنو ته اجازه ورکړي چې په سرحد پورې وځي، خو بل لور ته په زرګونو کډوال هره ورځ یونان ته داخلیږي.

ټایمز بیا لیکي چې د یونان او مسدونیا په سرحد کې یو داسې ځای چې خلک ژوند نه کوي په سلګونو افغانانو د اورګاډي یو تمځای نیولی دی او دا شعارونه یې راځوړند دي چې ولې تعصب؟ موږ بیرته خپل هیواد ته نه شو ستنیدلی، له موږ سره مرسته وکړئ چې له سرحده تیر شو.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازیو د تیرې ورځې د غونډې په اړه ستراتفور کامنټري خپرونې خپله یوه زړه مقاله چې په ډسمبر کې یې له طالبانو سره د سولې د یوې څلور اړخیزې غونډې په اړه خپره کړې وه بیا چاپ کړې ده.

دا خپرونه لیکي چې د دې غونډو هدف دا دی چې یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې خبرې را ژوندۍ شي، خو ستراتفور کامنټري شک لري او لیکي چې بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او طالبانو له دې پوځي خلا ګټه پورته کړې، سیمې یې لاندې کړي دي، نو دریځ یې بدل شوی دی.

خپرونه په ورته وخت کې د طالبانو اختلافاتو ته اشاره کوي او څو جګړې یادوي چې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ شوې دي.

ستراتفور کامنټري لیکي، د سولې د خبرو لپاره دا مهمه ده چې د طالبانو کوم مشران په کې برخه اخلي او د دې خبرو د بریالیتوب لپاره د طالبانو د بېلابېلو ډلو بشپړه همکاري پکار ده.

XS
SM
MD
LG