د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

"روسیه په افغانستان کې له امریکا سره له همکارۍ لاس اخلي"


روسیه چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښمنه ده، په وروستیو کې داسې نښې ښکاره کړي چې نور نه غواړي په دې هېواد کې د مخدره موادو د قاچاق په ګډون د ترورېزم او افراطیت په وړاندې مبارزه کې له امریکا سره همکاري مخ ته یوسي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د روسي چارواکو له قوله ویلي چې مسکو له واشنګټن سره په همکارۍ کې ډېر خطرونه په ځان منلي خو په بدل کې یې نه یوازې څه ترلاسه کړي نه دي بلکې، د بارک اوباما ادارې یې وړاندیزونو او نظرونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

اوس پوښتنه داده چې له امریکا سره د افغانستان په مسئله کې د روسيې همکاري د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره څومره مهمه ده او که مسکو اوس له دې همکارۍ لاس اخلي، اغېز به یې په تېره بیا د سولې پر روان بهیر څه وي؟

د نړۍ په نورو بحرانونو کې د روسیې او امریکا تر منځ له اختلافاتو سره سره افغانستان یوازینی ځای دی چې مسکو او واشنګټن په کې همکاري کړې او یو علت یې هم د کارپوهانو په وینا دا دی چې د امریکا ګټې او د روسیې اندېښنو سره اړخ لګولی دی.

خو د نیویارک ټایمز د یوه راپور له مخې له نښو ښکاري چې روسیه د افغانستان په مسئله کې له امریکا سره خپله همکاري پای ته رسوي.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي؛

روسیه نوره نه غواړي په هغو هڅو کې ورګډه شي چې له مخکې امریکا پیل کړي ځکه مسکو په دې کار سره ډېر خطرونه په ځان منلي خو څه ګټه يې نه ده ترلاسه کړې.

کابلوف دا هم په ډاګه کړې چې روسیې په وروستیو کې له طالبانو سره مستقیمه اړیکه نیولې چې د هغو سخت دریځو وسله والو په اړه معلومات سره شریک کړي چې د افغانستان په شمال کې حضور لري او په اسلامي دولت ډلې پورې تړلي دي. که څه هم طالبان له مسکو سره د اړیکو د ټینګېدو خبره ردوي.

افغان چارواکي بیا اندېښنه لري چې که په افغانستان کې د نړۍ د سترو قدرتونو چې ګټې یې سره اړخ لګوي، جوړ جاړی یا تفاهم له منځه ځي او که د حکومتونو او د وسله والو طالبانو تر منځ مستقیم تماسونه ټینګېږي دا به د کابل حکومت کمزوری کړي. خو د ملي یووالي د حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته دغه اندېښنې بې ځایه وبللې او ویې ویل چې افغانستان بهرنی سیاست مستقلانه مخ ته وړي او له روسیې سره یې هم اړیکی د پخوا په څېرډېرې ښې دي.

ښاغلی فیصل وايي:

"د سیمې د هېوادونو یا د نړۍ د قدرتونو تر منځ سیالي او د هغوی تر منځ د اړیکو ترنګلتیا د افغانستان د حکومت په بهرنۍ پالېسي باندې اغېزه نه کوي. مشخصاٌ له روسیې سره زموږ په اړیکو کې هېڅ راز تغییر نه دی راغلی. زموږ اړیکې له هغوی سره نه دي ترېنګلي شوي. په کومه روحیه چې دوه کاله مخکې کار کېده، کوم د همکارۍ چوکاټ چې دوه کاله مخکې موږ درلود په هماغه چوکاټ کې اوس هم زموږ اړیکې له روسیې سره شته او په هماغه بڼه مخ ته ځي."

یوه افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چی موږ ډېره هڅه کړې چی روسیه متقاعده کړو چې په مشخصو برخو کې همکاري وکړي ځکه مسکو په زیاتېدونکي ډول موږ ته له امریکا سره د پراخې لوبې د یوې برخې په توګه ګوري.

روسیې په تېرو ۱۴ کلونو کې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره په افغانستان کې څه ډول همکاري کړې او دغه همکاري د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره څومره اغېزمنه وه، په اړه یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي:

"زه فکر کوم چې په تېرو ۱۴ کلونو کې روسانو له ناټو او د امریکا له متحده ایالاتو سره ستراتېژیکه همکاري نه ده کړې. که څه همکاري یې هم د افغانستان په ارتباط کړې، امریکا ورته امتیاز ورکړی دی. مثلاً د دوی له هوایي اډو یې استفاده کړې. د دوی له تجهیزاتو نه یې د افغانستان د اردو د اکمال لپاره استفاده کړې. په مقابل کې امریکا او ناټو روسانو ته امتیازات ورکړي یا یې هم د پیسو په مقابل کې معاملې کړي دي. اوس هم که له ستراتېژیک پلوه روسانو په اصطلاح له دغه همکاري لاس اخلي، کوم ډېر جدي او منفي تأثیر په سیمه باندې نه شي درلودی."

مسکو په افغانستان کی په تېره بیا له دې هېواد څخه منځني اسیا ته د امنیتي ګواښ پراخېدو ته اندېښمن دی.

کرېملین په دې وروستیو کې د تاجکستان د پوځ د روزنې او تجهیز لپاره له دوشنبې سره د ۱،۲ ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا هغسې چې روسیه اندېښنه لري په افغانستان کې مېشت بهرني وسله وال به زیات ګواښ متوجه نه کړي. د طالبانو قومندانانو ویلي چې په بدخشان ولایت کې د بهرنیو وسله والو شمېر به شاوخوا پنځه سوه تنه وي چې یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره تګ راتګ کوي.

په دوی کې ډېری یې تاجک وسله وال او ورپسې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي او نور چېچنیایي او اویغور سخت دریځي دي.

د طالبانو لپاره هم دغه وسله وال ځکه د اندېښنې وړ دي چې د دوی یو شمیر یې له داعش سره یو ځای شوي، هغه ډله چې له طالبانو سره تربګني لري.

د نیویارک ټایمز په وینا یو علت چې روسي چارواکي یې اړ کړي چې له طالبانو سره د مسقیمو تماسونو امکان وڅېړي، د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو تر منځ اختلافات دي، د هغو وسله والو چې روسیې ته یې ګواښ متوجه کړی او د هغوی د کوربنو، طالبانو تر منځ.

دا چې له وسله والو طالبانو سره د مسکو مستقیم تماسونه به د سولې په روانو هڅو منفي اغېز ونه کړي، د حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند ښاغلی فیصل وایي؛ د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګېدو په هڅو کې باید ټول سیمه ییز او د افغانستان د حکومت نړیوال متحدین لاس یو کړي چی د دې بهیر د بریالیتوب ګټه ټولو ته رسېږي.

ښاغلی فیصل زیاتوي:

"ټول هېوادونه که د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي د افغانستان د حکومت له خوا په اوسني ترتیب شوي چوکاټ کې څلور اړخیزې غونډې دي، د دغه چوکاټ ملاتړ دې وکړي. تر دې ورهاخوا ته په اوس وخت کې هر ډول اضافي تماسونه، هر ډول اړیکې د سولې لپاره د دغه چوکاټه وتلي بحثونه د افغانستان له وضعیت او په ټوله کې د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي."

له طالبانو سره د مسکو د مستقیمو تماسونو د ټینګښت په صورت کې د ښاغلي ستانکزي په وینا د افغانستان جګړه به اوږده او توده شي.

ښاغلی ستانکزی وايي:

"برسېره پر دې چې د سولې پروسه به پېچلې کړي. د افغانستان جګړه به اوږده کړي، د افغانستان جګړې ته به نوي ابعاد ورکړي او همدارنګه په دغې لوبه کې به روسان یو ځل بیا په یوه نوي بحران کې خپلې پښې داخلې کړي."

که څه هم روسیې په افغانستان کې د لوېدیځ د نږدې ۱۴۰ زره سرتېرو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه خو د پوتین حکومت له دې خوشحاله و چې دغه ځواکونه هلته د ګډ دښمن په وړاندې مبارزه کوي.

له افغانستانه د القاعدې او مخدره موادو د قاچاق د ګواښونو مخنیوی هغه څه و چې له نړیوال ایتلاف سره یې روسیه همکارۍ ته هڅولې وه.

د نیویارک ټایمز په لیکنه په افغانستان کې د ناټو د محارب مأموریت له پای ته رسېدو په څه کم یوه کال کې په دې هېواد کې د نا امنیو لمن شمال ته غځېدلې چې د مرکزي آسیا له درې هېوادونو سره له دوه زره کېلومټره زیات سرحد څخه یې سیمې ته چې روسیه یې د خپل نفوذ یوه برخه بولي، ګواښ زیات کړی دی.

طالبانو هم په وروستیو کې د موقت وخت لپاره د کندز ښار ونیو.

د روسیې حکومت اندېښمن نه دی چې طالبان به ورته مستقیم ګواښ متوجه کړي خو د مرکزي آسیا د سخت دریځو په اړه اندېښنه لري چې ښایي د افغانستان له خاورې یې ګواښ د روسیې پولو ته پراخ شي.

په تېره بیا یوه ډله، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ چې یو شمېر وسله والو یې د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کړی دی، د اندېښنې وړ ده.

افغان چارواکو دغه راز ویلي چې، د هغو وسله والو په ډله کې چې د پاکستان له قبایلي سیمو افغانستان ته کډه شوي، ډېری یې د تاجکستان، چېچنیا او د چین اویغور سخت دریځي دي.

د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې مبارزه چې تر ډېره ویل کېږي د سخت دریځو د تمویل یوه مالي سرچینه ده، یوه بله هغه برخه وه چې د روسیې او امریکا یو شان ګټې په کې نغښتې وې.

دا خبره د روسیې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې د مشر وېکتور ایوانوف سلاکار یوري کروپنوف کړې. خو په دې برخه کې همکاري هله ختمه شوه چې د امریکا خزانې وزارت په ۲۰۱۴ کال کې پر ایوانوف چې د پوتین نږدې همکار دی، بندیزونه ولګول.

کروپنوف ویلي، واشنګټن له موږ سره خبرې نه دي کړي او یوازې یې خپلو ګټو ملي حاکمیت ته پام کړی او د روسیي یا د نورو د نظرونو له اورېدو سره یې لېوالتیا نه ده ښودلې. د هغه په وینا د اوباما ادارې د همکارۍ پر دغې هیله بخښونکې اړیکې هم خاورې واړولې. دې کار د همکارۍ پر ټوله فضا سیوری غوړولی دی.

په مسکو کې د کارنېګي د څېړنیز انسټېټیوټ څېړونکي الېکسي مالاشینکو وایي، د روسیې رسمي دریځ، هغه دریځ چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت څرګند کړی دا دی چې روسیه له امریکا سره په همکاري کې ډېر خطرونه په ځان مني او هېڅ څه لاس ته نه راوړي. د هغه په وینا موږ له امریکایانو سره، د ګرجستان، اوکراین او سوریې په مسئلو کې توافق ته ونه رسېدو، کله چې توافق نشو کولای د څه لپاره باید په یوه بل کړکېچ کې ښکېل شو. هغه د روسیې دریځ داسې بیان کړ، پرېږدئ چې امریکایان له قهره وخوټېږي.

راپور: نوریاس نوري

XS
SM
MD
LG