تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۵

پاکستان افغانستان ته د واګې بندر له لارې هند ته د ټرانزیټ اجازه ور کوي

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د دغه هېواد مرکزي حکومت موافقه کړې چې افغانستان ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له لارې هند ته تجارتي مال ټرانزیټ کړي.

د دې موافقې په بدل کې افغانستان پاکستان ته اجازه ورکوي چې د شېرخان بندر له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مال صادر کړي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، نېږدې یو کال پخوا د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیزې موافقې مسوده چمتو شوې وه، خو مخکې تر دې چې لاسلیک شي افغانستان غوښتنه وکړه چې هند دې هم په دې موافقه کې شامل کړای شي، خو پاکستان له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ.

پاکستان ټوډې زیاتوي، همدا مخالفت سبب شو چې د درې اړخیزې موافقې برخلیک نا څرګند پاتې شي.

ورځپاڼه د نامعلومو سرچینو په قول وايي چې اوس پاکستان منلې چې افغانستان ته اجازه ورکړې جې د واګې بندر له لارې د هند له بازارونو سره وصل شي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د ځینو افغانانو له لوري ایمرجنسي یا د عاجلو خدماتو څانګې ته د مزاحمو ټلیفونونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د فېسبوک او انټرنیټ په عصر کې ځیني افغان نارینه لا هم له نجونو سره د تار پیدا کولو په هیله له زړې شېوې کار اخلي.

ورځپاڼه وايي چې دا شمېر افغانان د ایمرجنسي څانګې اپراټورانو ته ټلیفون کوي او ورته وايي چې "راباندې ګرانه یې."

د کابل د پولیسو او ایمرجنسي خدماتو څانګه وايي چې اپراټورانو ته یې د ورځې شاوخوا ۷۰ مزاحم ټلیفونه کېږي.

د ایمرجنسي خدماتو یوې کارکوونکې فتانه یلدا وال سټریټ ژورنال ته ویلي، په ځانګړي ډول نالوستي زیات مزاحمت کوي، موږ دوی ته وایو چې ۱۱۹ شمېره د عاجلو خدماتو لپاره ده، مصروفه یې مه ساتئ.

یوې بلې اپراټورې ویدا وویل، ځیني ټلیفون کوونکي ملنډې وهي، مثلاً وايي چې غوا یا پسه یې ورک شوی دی چې کله ورته ووایم، چا غلا کړی، په ځواب کې وايي: "ته پولیسه یې باید راته پیدا یې کړې."

لیلما فاروقي چې په دې مرکز کې یې ۸ کاله کار کړی، وايي، سره له دې چې نارینه پوهېږي چې په دې ډول څوک موندلی نه شي خو دوی یوازې له پردیو نجونو سره له خبرو خوند اخلي.

دا وايي، مزاحم ټلیفون کوونکي وايي: "ستا ږغ مې خوښېږي، راځه چې سره ملګري شوو، د ټېلفون شمېره دې راکړه."

دا وايي چې غوږونه یې له ډول خبرو ډک دي.

​
XS
SM
MD
LG