تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۰

توحیدي:نا امنیو د لینونو د تړلو چارې له خنډ سره مخ کړي

د بغلان ولايت د ډنډ شهاب الدين سيمې په قزاقانو کلي کې پرې شوي لينونه تر اوسه نه دي تړل شوي.

ويل شوي چې په دې کلي کې د وسله والو طالبانو نفوذ زيات دى.

کابل ته له ازبکستانه د غزېدلې برېښنا مزي يا لينونه د بغلان له دې ناامنې سيمې تېرېږي.

د برېښنا شرکت وايي، امنيتي ستونزې د دې سبب شوي چې کابل ته د غزېدلې برېښنا د پرچاوۍ ستونزه لا پرځاى پاتې وي.

دغه شرکت وايي، د بغلان ولايت په بله سيمه کې د پايو د جوړېدو کارونه پنځه شپږ ورځې وخت نيسي.

صالح محمد صالح د برېښنا شرکت له وياند وحيد الله توحيدي نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه چې د لينونو د بېرته تړلو کارونه کوم ځاى ته رسېدلي؟

No media source currently available

مستقیم لېنک

​
XS
SM
MD
LG