فارن پالیسي خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یو مطلب کې چې سرلیک یې دی افغانستان د پاڼ پرسر، د افغان حکومت ستونزو ته اشاره کړې ده.
خپرونه لیکي، دونیم زره کاله مخکې د آتن نامتو جنګي سردار پریکلیس چې نوم یې د یونان په تاریخ کې تلپاتې دی ویلي و چې دی د دښمن له جنګي پلانونو څخه دومره ویره نه لري لکه له خپلو تېروتنو څخه یې چې لري.
فارن پالیسي زیاتوي، په ننني افغانستان کې هم باید دې ټکي ته پاملرنه وشي چې ایا د طالبانو ځواک او د داعش ګواښ ډېر لوی خطر دی، که د چارواکو او حکومتونو ناکامۍ چې د جګړې د دومره اوږدو کلونو له درسونو څخه یې څه نه دي زده کړي.
خپرونه په تېره ډسمبر میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت راپور ته اشاره کوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د امنیتي حالت د خرابېدو اټکل کوي.
د روانې فبروري میاشتې په نهمه د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر هم ویلي و چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به جګړې د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله زیاتې شي.
خو فارن پالیسي لیکي، کله چې د طالبانو د جګړو په اړه خبرې کېږي باید شرایطو ته هم پاملرنه وشي.
په دې معنا چې جګړو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وروسته له هغه زور واخیست چې د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله والو پرضد پوځي عملیات پراخ کړل.
د ورځپاڼې په وینا له بلې خوا افغان حکومت خپله ټوله پاملرنه له طالبانو سره د سولې هڅو ته واړوله او د جګړې په ډګر کې د پوځي ځواکونو پیاوړي کولو ته یې لږه پاملرنه وکړه.
فارن پالیسي وړاندې لیکي که څه هم د طالبانو د پرمختګ مخنیوی ښايي اسانه کار نه وي خو دا ډله هم کومه بلا نه ده، په تېره اوس چې د هغو په لیکو کې بېلتون راغلی نو ځپل یې ښايي ګران کار نه وي، په دې شرط چې په وړاندې یې لازم اقدامات تر کار لاندې ونیول شي.
خپرونه زیاتوي افغانستان منظم ملي ځواکونه لري چې د شمېر او تجهیزاتو له پلوه د طالبانو له ځواکونو سره د مقایسې وړ نه دي، ځکه طالبان نه نظم لري، نه تجهیزات خو خپرونه زیاتوي، غوره به دا وي چې افغان ځواکونه هم خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې له منځه یوسي او هم په سیاسي برخه کې پر سنجول شویو اقداماتو کار وشي څو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لار اواره شي.
فارن پالیسي لیکي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات په بیساري ډول زیات وو، او دا هم د افغانستان ناکامي ګڼل کېږي.
نیوزویک:
نیوزویک مجله په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د استخباراتي اطلاعاتو په شریکولو کې د همغږۍ نشتوالی د دې باعث شوي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
خپرونه زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو او هوايي ځواک هرو څلورو حملو په متوسط ډول یو ملکي افغان وژلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه په افغانستان کې په ټولو پوځي عملیاتو کې ښکېل وو هم د ملکي تلفاتو شمېر همدومره و.
نیوزویک وړاندې لیکي، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدل ښيي چې اهداف په دقت سره نه په نښه کېږي او اوس چې په پوځي عملیاتو کې د امریکا د پوځ د ګډون لپاره غوښتنې زیاتې شوي، که حالت په دې ډول دوام وکړي نو ښايي ملکي تلفات تر دې هم زیات شي.
نیوزویک د امریکا د پوځ د هوايي څارنې د مسوول کرییس ووډ له قوله لیکي چې وايي، که د هوايي حملو په برخه کې اصلاحات رانشي نو معنا به یې دا وي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې ټول درسونه هیر شوي دي.