تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۷

په امنیتي ځواکونو کې د مافیایي کړېو پر شتون اندیښنې

د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د نفوذي کسانو او مافیایي کړېو شتون یو شمېر اندیښنې راپورته کړي دي.

په نظامي چارو کې افغان کارپوه جنرال امرخیل په امنیتي ځواکونو کې د مخالیفینو د نفوذي کسانو موجودیت ډير خطرناک بولي او وایي چې دغه ډول کسان د یوې پوځي قطعې د له منځه تلو یا تسلیمیدو سبب ګرځي.

ښاغلی امرخیل وایي چې په استخباراتي او کشفي ادارو کې باید مسلکي کسان وګمارل شي.

له ښاغلي امرخیل سره په امنیتي ځواکونو کې د مخالیفینو د نفوذي کسانو د موجودیت پر خطراتو، اندیښنو، عواملو او د مخنیوي پر لارو چارو نجیبې زمان مرکه کړې او په سر کې یي ورڅخه پوښتلي چې د دغه ډول کسانو موجودیت په امنیتي ځواکونو کې څومره د اندیښنې وړ دی.

No media source currently available

مستقیم لېنک

​
XS
SM
MD
LG