د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۷

یوه انجو اخر په شرکت بدل شو


د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی هغه مرکه واورئ چې د یوه دفتر له مسول سره مو کړې ده.

هغه وايي چې لومړی مې یوه انجو درلوده او بیا مې هغه په موسسه بدله کړه او بیا چې د موسسو موډ لاړ نو ما هم خپل دفتر په شرکت بدل کړ!

هغه زیاتوي چې دفترنه بلکې د دفتر لوحه مې بدله کړه.

هغه وايي چې ډیرې پروژې مو واخستې خو د فنډ د خلاصیدو له امله ټولې په نیمایي کې پاتې شوې، لکه د چرګوړو پروژه چې څنګه چرګوړي له هګیو راووتل نو فنډ خلاص شو او ټول چرګوړي خواران مړه شول!

ورپسې د (بدلې ملغلرې ) له خوږو اچارو خوند واخلئ.

لکه وای که غواړې چپړاسي مقرر شې نو باید له لاندې درې کسانوڅخه یو ېې وپیژنې:

جمهور ریس، اجرایه ریس او یایې هم کوم معاون !

که د ډالرو له کمیدو سره د لوېو او ماډرن کورونو کراېې را ټیټې شوي دي خو د عادي کورونو اوس هم حال ډیر بد دی، په همدې اړه یو خوږ او له خندا ډک مطلب درته لرو.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG