نړۍ
سټیفن ډیمیسټورا د خبرو اترو لپاره سوریې ته رسېدلی
د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی له سوري چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تېره شپه دمشق ته رسېدلی دی.
سټیفن ډیميسټورا سوریې ته د رسېدو پر مهال ونه غوښتل خبریالانو ته د خپل سفر په اړه ډېر معلومات ورکړي.
تمه کېږي چې نوموړی به نن سې شنبې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر ولید المعلم په ګډون د یو شمېر چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به د همدې میاشتې په پای کې په جینوا کې د سولې د خبرو د بیا پیل پر موضوع خبرې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې میاشتې په پیل کې د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ خبرې اترې هغه مهال وځنډولې چې د سوریې حکومت د روسیې په ملاتړ د رژیم د مخالفینو په مهم مرکز حلب ښار کې پراخ عملیات پیل کړل.
خو سټیفن ډیمیسټورا هیله من دي ښودلې چې د سوریې په کړکېچ کې ښکېل لوري به د فیبروري په ۲۵مه نېټه بېرته خبرو اترو ته ستانه شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پوتين: پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو حملو موخه ملکي اهداف وو

د روسیې ولسمشر وايي، پر مسکو د نن سهار د بې پېلوټه الوتکو د حملو هدف ملکي اهداف وو.
ولادمیر پوتین نن تر دغو حملو وروسته وویل، د مسکو د هوايي دفاع ظرفیت به لوړ کړای شي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، نن سهار پر مسکو ښار د بې پیلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړ.
د هغه په وينا، پېښه مرګژوبله نه لري، خو دوو ودانيو ته زيان اوښتی دی.
بلخوا روسیې یو ځل بیا نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کییف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام کې ویلي، څو سیمې په نښه شوي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایوان ویویسکي بیا د ټپیانو شمېر ۱۳ تنه ښوولی دی.
د اوکراییني چارواکو په وینا، بریدونه په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.
په مسکو کې ۱۵۰ تاجکستاني پناه غوښتونکي نيول شوي

د تاجکستان څه باندې ۱۵۰ پناه غوښتونکي کارګران په مسکو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د کارګرانو بېلابېلو ډلو ویلي چې دغه کارګران نن سهار وختي له خوبه کېنول شوي، بیا په څلورو بسونو کې د میتینو سیمې د پولیسو ماموریتونو ته بېول شوي دي.
د روسیې پولیسو د دغو تاجک کارګرانو د نیول کېدو به باب څه نه دي ویلي.
د تاجکستان یوه کارګر د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، اوس د پولیسو ماموریت کې دی، خو پولیسو ورته نه دي ویلي چې ولې یې دی راوستلي دي.
له اټومي انرژۍ ادارې سره د ایران د یوې اټومي ساحې د ستونزې حلېدو ادعا وشوه

د ایران یوه رسنۍ وايي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د ایران له درېیو د یوې اټومي ساحې په اړه پرته ستونزه حل شوه.
د اباده په نوم په دې ساحه کې د یورانیمو د ذرو د موجودیت په اړه څېړنې کېدلې.
مهر خبري اژانس نن خبر ورکړی، چې په دې ساحه کې د ۸۳ اعشاریه ۷ فیصده غني شویو یورانیمو د ذرو د کشف په اړه د ادعاوو په اړه د مذاکرو پر مهال فني توضیحات ورکړل شوي او دا موضوع حل و فصل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران په اړه په خپل درې میاشتني راپور روانه اوونۍ خپور کړي او بیا د دې ادارې د مشرتابه هیئت چې ۳۵ هېوادونه یې غړي دي، بله اوونۍ خپله غونډه وکړي.
روسيې نن بيا پر کييف د بېپيلوټه الوتکو بريدونه کړي

روسیې یو ځل بیا نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کییف د بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام ویلي، څو سیمې په نښه شوي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او يو شمېر نور ټپیان دي.
د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایوان ویویسکي بیا د ټپیانو شمېر ۱۳ تنه ښودلی دی.
د اوکرایني چارواکو په وینا، بریدونه په ایران کې د جوړو شویو بېپیلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.
په ورته وخت کې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، نن سهار پر دغه ښار د بېپیلوټه الوتکې برید شوی دی.
د هغه په وينا، پېښه مرګژوبله نهلري، خو دوو ودانيو ته زيان رسېدلی دی.
د هند په کشمير کې د بس اوښتو له کبله ۱۰ کسان مړه او ۵۵ ژوبل شوي

د هند تر کنټرول کشمیر کې د بس د چپه کېدو له کبله لس کسان مړه شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن سېشنبه هغه مهال رامنځته شوې چې یو بس موټر، چې هندي زیارت کوونکي يې له پنجاب ایالت څخه کترا ښار ته لېږدول جمو ته نږدې په یوه کنده کې ولوېد.
د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د پېښې ځای ته د سیمې اوسېدونکي او چارواکي ورغلي او د ژغورنې عملیات روان دي.
د ځايي پولیسو یو قومندان چندن کوهلي خبریالانو ته ویلي، بس ډېر بار و او مړه شوي کسان د بهار ایالت اوسېدونکي دي.
په کترا کې د ویشنو دیوي زیارت ته هندوانان ډېر درناوی لري او هر کال په سلګونه زره کسان يې لیدو ته ورځي.
هند په نړۍ کې د سړکونو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري چې هر کال په سلګونو زره کسان په کې مړ او ټپیان کېږي.
چارواکي: په مسکو کې د بېپیلوټه الوتکو بریدونو څو ودانۍ زیانمنې کړي

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو څو ودانۍ زیانمنې کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د مسکو د ښاروال سیرګي سوبیانین په حواله ویلي چې دغه بریدونه نن د مې ۳۰مه سهار وختي شوي دي.
سوبیانین ویلي چې سملاسي کوم کس په جدي توګه نهدی ټپي شوی.
د ټیلګرام چېنلونو د راپورونو له مخې نن سهار وختي له لسو زیاتې بېپیلوټه الوتکې د مسکو په فضا شنډې کړای شوي، خو د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، پېښه کې د هستوګنې دوه ودانۍ زیانمنې شوي دي.
خبر کې نهدي راغلي چې دغه بریدونه چا کړي، خو تر دې وړاندې مسکو د دغه ډول بریدونو پړه پر اوکراین اچولې ده.
بل لورته راپورونه وایي چې د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ښارونو هم له پرون راهیسې ۳۱ بېپيلوټه الوتکې توغول شوي چې د چارواکو په وینا، ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې یې هدف ته رسېدلي.
په راپورونو کې راغلي چې د دغو بریدونو له کبله اوکراین کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
د امريکا په فلوريډا کې د ډزو له امله ۹ کسان ټپيان شوي

د امریکا د فلوریډا ایالت په یوې ساحلي سیمه کې د ډزو یوې پېښه کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي دي.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا، پېښه دوشنبه ماښام شوې ده.
اژانس د پولیسو د یوې ویاندې دیانا بتینسکي په حواله ویلي چې د پېښې ټپیان سیمه کې د ماشومانو یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو ویلي، له لومړنیو څېړنو معلومه شوې چې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په ډزو اوښتې او دوی په دې تړاو یو مشکوک کس نیولی هم دی.
اروپايي څارونکو د ترکيې پر ولسمشريزو ټاکنو نيوکې کړي

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو اروپایي څارونکو ویلي، دغلته ولسمشریزې ټاکنې د ولسمشر رجب طیب اردغان لپاره د 'ناموجه ګټو' پر اساس ترسره شوې.
د اروپایي شورا څارونکو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پرون دوشنبه په انقرې کې اعلان وکړ چې رسنیزو تعصبونو او د بیان پر ازادي محدودیتونو د ټاکنیزو سیالیو برابر شرایط اغېزمن کړي وو.
دوی ویلي چې اردوغان د کمپاین لپاره له عمومي بوديجې کار اخیستی او دا یې د هغه لپاره یوه ناموجه ګټه یاده کړې ده.
په ترکیه کې د تېرې یکشنبې په ورځ د واکمن ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د سیال کمال کلیچدار اوغلو ترمنځ د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو سیالي ترسره شوه چې اردوغان پهکې بریالی شو.
خپله اردوغان او ټاکنیز ټیم یې تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
امريکا د وژل شويو سرتېرو د ياد ورځ ونمانځله

امریکایانو پرون د خپلو وژل شویو سرتېرو د یاد ورځ ونمانځله.
د متحدهایالتونو ولسمشر جوبایډن په یو لړ مراسمو کې وویل د امریکایي سرتېرو سرښندنې او مبارزې باید خوندي شي او د خلکو د لا یووالي لپاره دې ترې کار واخیستل شي.
امریکا معمولاً په بهرنیو جګړو کې د خپل وژل شویو د یاد لپاره دا ورځ هر کال د مې په ۲۹مه نمانځي.
د امریکا تر ټولو وروستۍ اوږده جګړه په افغانستان کې وه چې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري پهکې ووژل شول او څه باندې شل زره نور یې ټپيان شول.
آیپيایل؛ د چینای لوبډلې اتلولي وګټله

د هند د کرکټ غوره لیګ یا آیپيایل سیالیو سږنۍ اتلولي چینای سوپر کینګز لوبډلې وګټله.
پایلوبه بېګا د نریندرا مودي په سټډيوم کې وشوه چې څه باندې یو لک کسان نندارې ته ورغلي وو.
په پایلوبه کې چینای سوپر کینګز د ګجرات ټایټانز لهخوا ټاکلی هدف پوره کړ او وتوانېد چې د پنځم وار لپاره د هند د کرکټ مشهوره لیګ آیپيايل اتلولي خپله کړي.
په ګجرات ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد هم ولوبېدل.
ګجرات ټیم لومړی بېټنګ وکړ او د ۲۱۵ منډو هدف یې ورکړ، لوبه وروسته د میدان د خیشت والي په سبب را لنډه شوه او چینای ته د ۱۷۱ منډو هدف په ۱۵ اورونو کې ورکړل شو چې بلاخره پوره یې کړ.