تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۸

کابل پوسټ:د فوق العاده استازي فوق العاده ضررناک کارونه

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د مقاومت شوراګانو د جوړولو په اړه د ولسمشر د فوق العادي استازي د خبرو اغیزو او د مونشن په امنیتي کانفرانس کې د ولسمشر څرګندونو ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د فوق العاده استازي فوق العاده ضررناک کارونه.

په مطلب کې راغلي چې د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي ملیشه جوړولو ته ورته کارونه پيل کړي چې دا کار د فوق العاده استازي له شان سره نه ښايي او فوق العاده ضررونه هم لري.

د مطلب لیکوال ویلي، ضیا مسعود د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې حکومت کمزوری بللی او ویلې یې دي چې یوازې مجاهدین کولای شي طالبان وځپي.

لیکوال ویلي، د ولسمشر فوق العاده استازی باید د خپلې دندې لایحه په دقت سره وګوري او دا ډول کارونه یې ولس ته د زغملو نه دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې شمال طالب نه نړوي، که یې پخواني جنګسالاران ونه نړوي.

په سرمقاله کې راغلي چې ضیا مسعود تخار ته د خپل سفر پر مهال هلته د مجاهدینو شورا جوړه کړه او وې ویل چې وسله والو مخالفینو په شمال ختیځو ولایتونو کې لوی مرکزونه جوړ کړي، خو حکومت یې په وړاندې بې غوره دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په شمال کې غیر مسئوله وسله وال مخ په زیاتیدو دي او که په نورو خلکو هم وسلې وویشل شي، نو شمال به ټوټې ټوټې شي او په کار ده چې حکومت د داسې هڅو مخه ونیسي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د ضیا مسعود وروستۍ څرګندونې د یوه وسله وال مخالف په څیر دي.

په مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله لیکل شوي چې په حکومت کې په یوه او بل نوم امتیاز اخیستونکو ته باید اجازه ورنه کول شي چې په ناسمو خبرو ولس پر خپلې راتلونکې بې باوره کړي.

ورځپانې د یو شمېر سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي لیکلي چې ضیا مسعود تر اوسه څو ځله ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې، خو د ولسمشر له خوا رد شوې ده.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په مونشن امنیتي کانفرانس کې د ولسمشر غني څرګندونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ولسمشر غني په نړۍ کې روانې ناخوالې د سترو قدرتونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو زیږنده بللې.

په سرمقاله کې راغلي چې د مونش په کانفرانس کې د ترویزم ضد مبارزې په اړه ښې څرګندونې او ښې پریکړې وشوې او که د نړۍ هیوادونه خپلې دا ژمنې عملي کړي، په ترهګرو به فضا تنګه او خلک به د آرامۍ سا واخلي.

​
XS
SM
MD
LG