د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۵

ډېلي بېسټ: پیر آغا تر ملا دادالله ظالم دی


نړيوالو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې تر ډېره د پیر آغا په نوم د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان د ظلمونو او د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي پلان په اړه لیکنې کړي دي.

ډېلي بېسټ:

ډېلي بېسټ ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، تر ټولو بې رحمه طالبان.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې یوه اصطلاح شته چې وايي، د یوه ظالم ځای خامخا بل ظالم نیسي.

ډېلي بېسټ زیاتوي چې یو وخت ملا دادالله په ظلم او وحشت کې نوم درلود، دادالله چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې ووژل شو حتی پر ماشومانو او ښځو لا رحم نه کاوه او وژل به یې، خو ورځپاڼه زیاتوي چې د هغه ځای تش پاتې نه شو او د پیر آغا په نوم یو بل قوماندان چې د دادالله په پرتله څو چنده ظالم و، د افغانستان په زابل، لوګر، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې دا بې رحمۍ پیل کړې.

ورځپاڼه د مفتي ابوذر په نوم د هغه دیني عالم کیسه کوي چې یا به پاکستانی و او یا به د برما و او غوښتل یې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې څخه وتښتي او له خپلې کورنۍ سره د پیر آغا د واکمنۍ ساحې ته کډه شي، کله چې ټاکلې ورځ راورسېده پیر آغا خپلو کسانو ته وویل چې ابوذر کلي ته پرېږدي خو کله چې هغه د ده قلمرو ته ننوځي، دی خپلو کسانو ته امر ورکوي چې د هغه موټر په راکټ وولي.

دا کار کېږي او ابوذر له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره چې شمېر یې ۱۱ تنو ته رسېږي، ټول وژل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د پیر آغا دې کار د سیمې ځینې اوسېدونکي په غوسه کړي او هغوی وايي، نوموړی چې شاوخوا ۱۲۰۰ وسله وال لري مجاهد نه دی بلکې د شیطان په خوله کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا د افغانستان لپاره یو لوی مصیبت دی چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو او د امریکايي او اروپايي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو څخه ۱۵ کاله وروسته په افغانستان کې لاهم داسې ظالم کسان شته او هغه څه کوي چې زړه یې غواړي.

فارین پالېسي:

فارین پالېسي خپرونه لیکي ښايي د ولسمشر بارک اوباما لپاره چې د کار دوره یې د پای ته رسېدو په حال کې ده تر ټولو غوره دا وي چې په افغانستان کې نور نو هېڅ راز اقدامات ونه کړي او دا هېواد په خپل حال پرېږدي.

فارین پالېسي په خپلې پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې لیکي چې د اوباما د ملي امنیت سلاکاران هغه ته وايي چې په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او د پوځ قوماندانان بیا ورته وايي چې که امریکايي ځواکونه ووځي نو دا به د افغانستان لپاره یو ناورین وي.

خپرونه زیاتوي، امریکا هغه مهال چې افغانستان ته یې ځواکونه استول، بې له شکه دا تصور لره چې د افغانستان راتلونکي به څنګه وي خو د مطلب د لیکوال په وینا د دې پوښتنې ځواب اوس هم نه دی موندل شوی چې بالاخره امریکا په افغانستان کې څه غوښتل.

د فارین پالېسي په وینا اساسي مسئله دا ده چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به د افغانستان لپاره کوم پلان لري ځکه کله نا کله د پرېکړې کولو په پرتله پرېکړه نه کول غوره وي.

د خپرونې په وینا د ولسمشر اوباما لپاره سمدستي غوره دا ده چې هېڅ ونه کړي او پرېږدي چې د امریکا راتلونکي مشران لومړی د افغانستان د راتلونکي لپاره یو تصور رامنځته او وروسته هغه ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG