نړۍ
تر کیې په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی
ترکیې په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو څرګندونو په اړه یې پوښتلی چې وایي واشنګټن د سوریې د کُرد ډیمواکراټیک اتحاد ګوند د یوه تروریستي سازمان په توګه نه پېژني.
انقره دغه ګوند د کُرد کارګر ګوند یا پې. کې. کې یوه برخه ګڼي چې د ترکیې په جنوب کې د کردانو د خپلواکۍ لپاره جنګېږي.
د پي. کې. کې ګوند ته ترکیه، امریکا او اروپایي ټولنه د یوه تروریستي سازمان په سترګه ګوري.
واشنګټن په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د سوریې د کُرد ډیموکراټیک اتحاد ملاتړ کړی دی.
ترکي چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د امریکا سفیر جان باسJohn Bass یې د سې شنبې په ورځ احضار کړی او په دې اړه یې د انقرې اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي دا خبره د فبرورۍ پر اتمه نېټه کړې وه چې د پې. وای. ډي یا د سوریې د کُرد ډیموکراټیک اتحاد ګوند د تروریستي سازمان په توګه نه پېژني.
دغې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خړ پړې کړې او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان حتی پر واشنګټن غږ کړی چې د پې. وای. ډيPYDاو ترکیې ترمنځ یو د خپل متحد په توګه انتخاب کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني د هوايي ځواک تر ټولو لویو تمريناتو ته تیاری نيسي

جرمني د هوایي ځواکونو تمرینونو ته چې د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لوی تمرینونه بلل شوي، تیاری نیسي.
جرمني او امریکایي چارواکو ویلي، د دغه ځواک له ښودلو یې هدف پر متحدینو او احتمالي دښمنانو لکه روسیې د اغېزو شیندل دي.
د هوایې مدافعې په دغو تطبیقاتو کې به چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، لس زره پرسونل او د ۲۵ هېوادونو دوه نیم سوه الوتکې د ناټو پر یوه غړي حملې ته ورته یوه ننداره کې ګډ غبرګون ښکاره کړي.
ياد تطبیقات مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، له ۲۰۱۸ م کال راهیسې پلان شوي وو.
د روسیې یرغل ناټو تړون دې ته اړ ایستلی چې پر قلمرو یې د احتمالي برید لپاره جدي تیاری ولري.
اوکرايني چارواکو د خيرسون لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بېځايه کړي

اوکرایني چارواکو په خیرسون سیمه کې په لسګونو زره کسان له خپلو اصلي ځایونو وروسته له هغې بېځایه کړي چې د دنیپرو پر سیند ودان د لوی بند د نړېدو په نتیجه کې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوې او تمه کېده چې نن سهار به یې کچه په لاندنۍ برخه کې نوره هم لوړه شي.
کییف او مسکو د کاخوفکا د بند چې د شوروي په وخت کې د اوکراین د خیرسون په جنوبي سیمه کې جوړشوی و، د ویجاړولو پړه پر یو بل اچوي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دا پېښه د روسیې لهخوا په قصدي توګه د ویجاړۍ یو عمل او د ډلهییزې وژنې چاپېریالي بم یاد کړی دی.
زیلینسکې ویلي، د بند په لاندنۍ برخه کې شاوخوا اتیا مېشت ځایونه د دغه بند د نړېدو له امله له خطر سره مخ شوي دي.
چارواکو اټکل کړی چې په راتلونکو ۲۰ ساعتونو کې به د سیند په لاندنۍ برخه کې د اوبو کچه یو متر نوره هم لوړه شي.
د مسکو تر کنټرول لاندې د خیرسون د برخې چارواکو نن په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
انټوني بلېنکن عربستان ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سعودي عربستان ته ورسېد او تمه ده چې نن به له جګپوړو سعودي چارواکو سره وګوري.
د انټوني بلېنکن د سفر هدف دا دی چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ایران، سیمهيیزو امنیتي مسایلو او د تېلو د بیو پر سر له څو کلونو راهیسې ترینګلي شوي اړیکې بیا ورغوي.
بلېنکن به د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون چې د سعودي عربستان اصلي واکمن بلل کېږي د سعودي عربستان له چارواکو سره وګوري.
بلېنکن دویم امریکايي چارواکی دی چې په یوه میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي.
له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جګ سولیوان د مې میاشتې په لومړیو کې دې هېواد ته سفر کړی و.
بلېنکن به سبا پنجشنبې خپل سفر پای ته ورسوي.
فوټبال؛ بینزیما د عربستان له الاتحاد لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی

د فرانسې هېواد د فوټبال نوموتي ستوري کریم بینزیما د سعودي عربستان د 'پرولیګ' سیالیو لپاره د الاتحاد له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی.
د سېشنبې په ورځ د جون په ۶مه نېټه د الاتحاد لوبډلې په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې له کریم بینزیما سره یې د درې کلونو لپاره تړون کړی دی او تر ۲۰۲۶ کاله پورې به له یاد کلب سره لوبېږي.
یاد کلب له ښاغلي بینزیما سره لاسلیک شوی تړون د سعودي عربستان فوټبال د ودې لپاره یو بل مهم ګام بللی دی.
الاتحاد لوبډلې د دې تړون د قیمت په تړاو څه نهدي ویلي، خو په نورو رپوټونو کې ویل شوي دي چې کریم بینزیما ته به د کال ۲۰۰ میلیونه یورو ورکول کېږي.
وروسته له هغې چې د النصر لوبډلې له کریسټیانو رونالډو سره تړون وکړ، دا د سعودي پرو لیګ په تاریخ کې دویم قیمتي لوبغاړی دی چې پېرل کېږي.
کریم بینزیما چې په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د سروزرو کپ هم ګټلی دی، تر دې تړون وړاندې یې له ریال ماډریډ لوبډلې سره ۶۴۷ سیالۍ کړې دي چې ۳۵۳ ګولونو یې وهلي دي.
د رپوټونو له مخې چې د سعودي عربستان د پرولیګ سیالیو نورې لوبډلې هم هڅې کوي چې له ځینو مشهور لوبغاړو لکه لیونل میسي سره تړون وکړي.
د سوډان په جګړه ځپلې پلازمېنه کې بیا جګړې پیل شوې

عیني شاهدانو ویلي چې د سوډان په جګړه ځپلې پلازمېنه خرطوم کې پرون سې شنبه یو وار بیا جګړې پیل شوې دي.
په داسې حال کې چې قحطي په پراخېدو ده، د نیل سیند په یوه ټاپو کې ځايي اوسېدونکو ویلي، چې دغه ټاپو تر محاصرې لاندې دی.
د سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې ترمنځ اوربند د مې میاشتې پر ۲۲مه پیل شوی و او تېره شنبه یې مهلت پای ته ورسېد.
دغه جګړه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه وو د قوماندان محمد حمدان دقلو ترمنځ روانه ده.
په سوډان کې څو څو وارې پر لنډمهالو اوربندونو موافقې شوي، خو بېرته ورڅخه سرغړونې شوې دي.
د خرطوم اوسېدونکو پرون د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یو وار بیا د خرطوم په شمال کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د امریکا، جاپان او فیلیپین سرحدي کښتیو د چین سمندرګي ته څېرمه تمرینات کړي

د امریکا متحدو ایالتونو، جاپان او فیلیپین د سرحدي ساتنې کښتیو پرون سې شنبه د چین لانجمن سمندرګي ته څېرمه په اوبو کې د قانون د تنفیذ تمرینات وکړل.
واشنګټن په اسیا کې داسې وخت د متحدانو د پیاوړتیا هڅه کوي، چې د اسوشېټېډ پرېس اژانس په لیکنه، له عمده حریف چین سره یې کړکېچ په زیاتېدو دی.
د امریکا ساحلي ساتونکو خپله تر ټولو لویه جنګي کښتۍ د جون له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې په سیمه کې ځای پر ځای کړې چې د واشنګټن تر ټولو لوی متحد هېواد فیلیپین یې کوربه دی.
د امریکا ساحلي ساتونکو ویلي دغې کښتۍ یې مخکې هم په تمریناتو کې برخه اخیستې چې د قانون د تنفیذ، پلټنې او ژغورنې په برخه کې خپلې تجربې د تمریناتو له نورو ګډونوالو سره شریکې کړي.
جاپان هم د ساحي ساتونکو لویه کښتۍ په کار اچولې، چې د فیلیپین د ساحلي ساتونکو څلور جنګۍ کښتۍ ورسره ملګري شوي دي.
فورډ شرکت بیا زرګونه سپورټي او لارۍ موټرې ټولوي

د موټرو تولیدوونکي شرکت فورډ پرون سې شنبه د یو لک او ۲۵۰۰۰ سپورټي او لارۍ موټرونو د بیا ټولولو خبر ورکړی دی.
د دې شرکت په خبره دغه غوښتنه یې د دې لپاره کړې، چې د دغو موټرو په انجن کې یوه خرابۍ ښايي د اورلګېدو سبب شي.
د لویو لارو د ټرافیک د خوندیتوب ادارې د یوه سند له مخې په دغو موټرو کې چې د بیا ټولولو غوښتنه یې شوې، ایسکېپ او د لینکولن کورسېر او ماوریک پیک اپ موټرونه شامل دي، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳م کلونو دي.
په دغو موټرو کې دوه نیم لیټره هایبرید او پلګ این هایبرید انجن لرونکي موټرونه شامل دي.
فورډ په لومړیو کې د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بېلابېلو ماډلونو د یو لک عرادې موټرو د ټولولو خبره کړې وه، خو کله چې د نړۍ په نورو برخو کې هم د ماشینونو د اور اخیستو یا هم ورڅخه د لوګي پورته کېدو راپورونه ثبت شول، دغه شمېر زیات شو.
په عربستان کې د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د ایران سفارت بېرته پرانیستل شو.
دا خبر د سعودي رسنیو ورکړی دی.
په ریاض کې د ایران سفارت څو میاشتې وروسته له هغې پرانستل کېږي چې دغو دواړو سیمه ییزو سیالانو د چین په منځګړیتوب د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د بېرته ټینګېدو په اړه موافقه وکړه.
ایران او سعودي عربستان له څو کلونو تربګنۍ وروسته چې په منځني ختیځ کې یې ثبات له خطر سره مخ کړی او د یمن، سوریې او لبنان په ګډون یې سیمه ییزو شخړو ته لمن وهلې وه، په تېره مارچ میاشت کې په خپلو دوه اړخیزې اړیکې بېرته ټینګې کړې.
د اړیکو د ټینګېدو موافقه اوه کاله وروسته له هغې وشوه چې سعودي عربستان د ایران په پلازمېنه تهران کې پر خپل سفارت له برید وروسته له دې هېواد سره اړیکې پرې کړې وې.
په تهران کې د سعودي پرسفارت معترضینو دغه برید د ریاض له خوا د یوه شیعه ملا د اعدام په غبرګون کې کړی و.
ایران په کور دننه لومړنی جوړ شوی بالسټیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن سېشنبې په کور دننه جوړ شوی لومړنی داسې بالسټیک توغندی وښود، چې تر غږه چټک ځي.
د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د چارواکو له قوله ویلي چې د فتاح په نوم دغه هایپرسونیک توغندی له هر ډول دفاعي چتر څخه تېرېږي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد نهدي وړاندې شوي.
د راپورونو له مخې د دغې نوي توغندي د ښودلو په مراسمو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قومندانانو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسې چې نوم یې ده پخپله غوره کړی، ګډون کړی و.
رییسي وویل: "موږ نن داسې احساس کوو چې د حملو د مخنیوي لپاره یو ځواک رامنځته شوی دی."
د ایران د هوایي فضایي ځواکونو قومندان امیرعلي حاجيزاده ویلي، دغه نوی توغندی کولای شي چې په یوه ساعت کې پنځلسنیم زره کیلومتره واټن ووهي.
خو د لوېدیځ چارواکو ویلي چې ایران تل د خپلو نویو توغندیو په اړه مبالغه کوي.
ټېسټ کرکټ؛ سبا د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پيلېږي

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ اتلولیو د پيل شویو سیالیو پایلوبه سبا چهارشنبه د جون ۷مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیلېږي.
دغه سیالي به د انګلستان په 'اوول' لوبغالي کې په ځايي وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل شي.
دواړه لوبډلې له یوې اونۍ راهیسې لندن ته راغلي او په تمریناتو بوخت دي.
په دې پایلوبه کې به د یادو لوبډلو په ۱۱کسیز ترکیب کې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري ویرات کولي، روحیت شرما، سټیف سمېټ، مېچل سټارک، ډیوېډ وارنر، شبمن ګېل، محمد شامي او نتن لاین لوبه وکړي.
د ویلو ده چې د دې پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به تر یو نیم میلیون امریکايي ډالر ورکړل شي.