تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۰

هېواد: ناوړه او ناسم تبلیغات د څه لپاره؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د سولې په اړه روانو بحثونو او د حکومت دننه د اختلافاتو څرنګوالي ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکلي چې څلور اړخیزې غونډې د قطر دفتر له لارې سولې ته د طالبانو پر هڅولو ټینګار کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د سولې ټول اړخونه په دې هڅه کوي چې د خپلو چینلونو له لارې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي.

د مطلب لیکوال د یو شمېر سرچینو په حواله لیکلي چې افغان حکومت ته وظیفه سپارل شوې چې د ملا محمد رسول ډلې طالبانو سره اړیکه ونیسي او پاکستان او نور هېوادونه به له نورو ډلو سره اړیکه نیسي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا تحلیلي مطلب کې لیکلي چې له سیاسي مافیا پرته سوله اوس د ټولو ضرورت دی.

جامعه باز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې عالي شورا نوی مشر او نوي غړي ټاکل شوي، د ورځپاڼې په باور د شورا مشري ته پیر سیداحمد ګیلاني او لومړي او دویم مرستیالي ته عبدالکریم خلیلي او فضل احمد معنوي ټاکل شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې فاروق وردګ د دغې شورا د دارالانشا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

کابل پوسټ ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د مقررېو پر سر اختلافاتو، حکومت له ګواښ سره مخ کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې د لوړ پوړو چارواکو په مقررېو کې اختلافات د دې لامل شوي چې پر حکومت د خلکو باور راکم شي.

د مطلب لیکوال ویلي چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره باید لویه جرګه را وغوښتل شي او د حکومت په اوسني جوړښت له سره بحث وکړي.

په مطلب کې راغلي د ملي وحدت اوسنی حکومت حقوقي ارزښت نه لري او یوازې له سیاسي لید لوري ورته کتل شوي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې ناوړه او ناسم تبلیغات د څه لپاره؟

په سرمقاله کې راغلي چې په دې وروستیو کې د یو شمېر رسنیو او کسانو له خوا د حکومتي چارواکو د مخالفتونو په اړه بې اساسه او له واقعیته لرې راپورونه خپریږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغان حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی او د کور دننه یې د اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، ولس باید ډاډه اوسي چې حکومت په ښه لوري روان دی او ورځ تر بلې خپلې ریښې پياوړې کوي.

​
XS
SM
MD
LG