د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

سرنوشت: د سولې ورک ادرس


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د سولې مسئلې او د حکومت دننه یو شمېر مخالفتونو او د دغو مخالفتونو اغیزو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د سولې ورک ادرس.

په مطلب کې راغلي، په سوله او امنیت کې خیر دی، خو د افغانستان روانه جګړه نیابتي ده او په کار ده چې د سولې د ټینګښت لپاره د جګړې پټ اړخونه وڅیړل شي.

د مطلب لیکوال ویلي، سوله هغه وخت راتلی شي چې د جګړې دواړه لوري له شخصي ګټو تیر شي او د ملي ګټو پر بنسټ د افغانستان د ژغورنې فکر وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې په اوسنیو شرایطو کې باید رسنۍ، سیاسون او ځوان فعالان د سولې لپاره زیات تبلیغات وکړي څو د جګړې د ښکیلو ډلو فکرونه له جګړې څخه واړوي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې طالبان څه غواړي او پاکستان په څه لګیا دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د طالبانو یوه ډله د ټولو بدمرغیو لامل پاکستان بولي خو پاکستان بیا وایي، هڅه کوي چې افغان طالبان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د اسلام اباد له وروستۍ څلور اړخیزې غونډې سره سم په فراه کې د ملا منصور یولسو قومندانانو ملا محمد رسول ته بیعت وکړ چې دې کار د سولې بهیر لا پيچلی کړی دی.

په سرمقاله کې دغه راز راغلي چې پاکستان ډیره هڅه وکړي چې طالبان سره یوځای کړي، خو د لیکوال په خبره داسې ښکاري چې د ملا محمد رسول ډله چې له ملا منصور څخه را جلا شوې له افغان حکومت سره ډیره لیوالتیا لري.

چراغ ورځپاڼې بیا لیکلي، د سولې ټینګښت هغه دولتي پروژه ده چې هیڅکله هم ملي نه شوه.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې لپاره د سولې عالي شورا په فرمایشي ډول جوړه شوه او د ډیرې بودجې له مصرف وروسته بلاخره نړیوالو مرستې پرې بندې کړې.

سرمقاله لیکونکي ویلي، د سولې شورا په تشکیل باید له سره کتنه وشي او هغه کسان ورڅخه لرې شي چې د سولې د خبرو وړتیا نه لري او فرصت طلبه دي.

کابل پوسټ په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د حکومت ترمنځ مخالفتونو له امله پنځوس زره پوستونه خالي دي، خو کسان نه ورته ګمارل کیږي.

په سرمقاله کې راغلي چې د دولت یوه واړه پوست ته هم داسې کسان باید مقرر شي چې د ملي وحدت حکومت د دواړو ډلو موافقه پرې شوې وي.

XS
SM
MD
LG