تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۱

"۲۰۱۶کال به د خبریالانو لپاره ډیر خونړۍ کال وي"

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د خبري رسنیو پر کارکوونکو د حملو د زیاتوالي په ترڅ کې په بغلان ولایت کې د یوې راډیو پر دوو کارکوونکو د وروستۍ حملې مساله څیړلې او لیکي: وسله والو پر۲۲ کلن محمد ابراهیم هاشمي او د هغه پر ورور ۲۰ کلن محمد موسی هاشمي د تیرې پنجشنبې په ماښام په پلخمري کې برید وکړ.

د بغلان یوه امنیتي چارواکي د دغې پېښې په تړاو د یوه بریدکوونکي د نیول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل داسې ښکاري چې تورن له قربانیانو سره کورنۍ اړیکې لري خو د برید انګیزه یې تر اوسه نه ده معلومه.

نیویارک ټایمز لیکي:

محمدابراهیم هاشمي چې په پلخمري کې د ادیب راډیو د خبر د څانګې ایډیټر او د سیاسي او کلتوري پروګرامونو مسول و، په یوه مرمی لګیدلی او په روغتون کې په کوما کې دی او د هغه ورور چې د دې راډیو یو کارکوونکې و، وسله والو سخت وهلی ډبولی و چې له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو ډیر پام سمدستي طالبانو ته اوړي چې په دې وروستیو کې یې د خبري رسینو پر کارکوونکو مرګونې حملې زیاتې کړي دي.

طالبانو په جنوري کې په کابل کې د طلوع ټلویزیون ۷ کارکوونکي ووژل او تېره اوونۍ هم د حاجي محمد ذبیر خاکسار په نوم د یوې دولتي خبري رسنۍ خبریال په ننګرهار کې ووژل شو چې مسولیت یې چا په غاړه نه دی اخیستی خو خاکسار ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا چې په ننګرهار کې ډیره فعاله ده، څو ځلي د مرګ ګواښونه شوي و.

موسی هاشمي نیویارک ټایمز ته ویلي چې ده او ورور ته یې څو ځلي په ټیلفون اخطار ورکړی شوی و چې کار پریږدي که نه وبه وژل شي.

دی وایي، ګومان کوي چې په دې برید کې به هم طالبان لاس لري ځکه هغوی پخوا هم ورته خبرداری ورکړی و.

د افغان خبریالانو د مصونیت د کمېټې مشر نجیب شریفي دې ورځپاڼې ته ویلي چې د ده په باور سږ کال به د خبریالانو لپاره ډیر خونړۍ کال وي.

د طالبانو له خوا شخړې د هغوی په تګ لاره کې د بدلون نښه او هغه د رسنیو پرضد د جګړی پیل دی.

سټارټریبیون:

سټارټریبیون ورځپاڼې په یوه لیکنه کې د کندوز د اوسیدونکو پر اندیښنو چې بیا یې ښار طالبان ونه نیسي، تمرکز کړی دی.

فرهاد چې د کندوز په پوهنتون کې د دري د ادبیاتو د څانګې محصل دی وایي، په سپټمبر میاشت کې هله ډیر بیریدلی و چې لیدل یې څو سوه وسله وال طالبان دولتي ځواکونو ته چې شمېر یې له دوی ډیر زیات و او مورال یې هم بایللی و، ماته ورکوي او دغه ښار نیسي.

د ورځپاڼې په وینا څو اوونۍ وروسته چې کندوز ښار بیرته افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو پوځیانو په ملتیا ونیو، فرهاد یو څه د ارامی احساس وکړ خو دغه احساس ډیر دوام ونه کړ.

دی او نور اوسیدونکي بیا دې ته اندیښنه لري چې طالبان به بیرته راوګرځي.

فرهاد چې په اوونۍ کې ځو ځلي خپلې اصلي مینې ته د کندوز له ښاره بهر ولسوالۍ ته سفر کوي وایي، د کندوز له ښاره په وتو سره تاسو د لارې په اوږدو کې سپین بیرغونه وینئ او په سیمه کې دولتي واکمني هم یواځې پر هغو ودانیو پورې محدودیږي چې ځواکونه په کې ځای پرځای دي.

فرهاد وایي، کله چې له کندوز ښاره لېرې کیږئ بیخي یو بل تصویر ویني، د دولت په نسبت د طالبانو د حضور او نفوذ ډیر پراخوالی.

​
XS
SM
MD
LG