نړۍ
ایران وايي عربستان سوریې ته د پلي ځواکونو استولو جرئت نه لري
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وايي، سعودي عربستان دومره جرئت نه لري چې سوريې ته پلي ځواکونه ولېږي.
فارس خبري اژانس د محمد علي جعفري دا خبرې رااخيستي چې پرون يې ويلي:
"هغوى ادعا کړې چې سوريې ته به پوځيان ولېږي، خو زه فکر نه کوم چې دوى به د دې کار جرئت ولري، ځکه د سعودي عربستان پوځ کلاسيک دى."
تر دې مخکې د ايران سيمه ييز سيال سعودي عربستان اعلان کړى و، که د امريکا په مشرۍ پوځي اتحاد د عملياتو د بيا پيل پرېکړه وکړي، عربستان تيار دى په سوريه کې د داعش ډلې خلاف په ځمکنيو عملياتو کې برخه واخلي.
جعفري زياته کړه، د سعودي عربستان دا کار به دا معنى ولري لکه د دوى مرمۍ چې خلاصې شوې وي، البته ظاهراً له دې پرته بله لار هم نه ويني، نو په دې صورت کې يې ماتې قطعي ده.
يوشمېر ايراني جنګيالي له وړاندې په سوريه کې ګمارل شوي او په وروستيو مياشتو کې يې په لسګونو غړي هلته وژل شوي دي.
ايراني رسنۍ دغه جنګيالي رضاکاران بولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۸۰ واوښت

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه شوي دي.
بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده او د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټویټر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله تر نهه سوه تنه ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.
سیمهییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده.
په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.
ايران له عربستان، هند، پاکستان او د خلیج درېیو هېوادونو سره ګډ ايتلاف جوړوي

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان نن وویل، هېواد به یې له سعودي عربستان، هند، پاکستان او د خلیج له درېیو نورو هېوادونو سره د سمندري ځواکونو ګډ ایتلاف جوړ کړي.
قوماندان شهرام ایراني وویل چې د سیمې هېوادونه پوه شوي چې له یوه بل سره همکاري په سیمه کې د امنیت سبب کېږي.
ایران په وروستیو کې د فارس خلیج له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې پيل کړي او په مارچ کې یې له سعودي عربستان سره وروسته له اووه کلونو دښمنۍ د چین په منځګړیتوب روابط عادي کړل.
رجب طیب اردوغان نن د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي

ټاکل شوې چې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړي.
په دې ډول به دی له دوه لسیزې واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته یوسي چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد په خرابېدو دی.
په پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته به شاندار مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به پهکې برخه واخلي.
اردوغان د مې په ۲۸مه په دویم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.
په هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د مړو شمېر ۲۳۳ ته رسېدلی

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډیو د ټکر له امله لږ تر لږه دوه سوه درې دېرشو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده، د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټوټیر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله نږدې نهه سوه تنه نور ټپيان شوې دي.
سیمهییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده.
په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکارې چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.
پاکستانی فعال 'جبران ناصر' د برمته کوونکو له منګولو خوشې شو

د پاکستان د بشري حقونو فعال جبران ناصر پرون وروسته تر دې له برمته کوونکو خوشې شو، چې په لسګونو کسانو د ده د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې مظاهره وکړه.
د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ناصر مېرمنې منشا پاشا په ټویټر کې لیکلي و چې دا او د دې مېړه ماښام کور ته روان وو چې وسلهوالو د دوی د موټر مخه ونیوله او ناصر یې له ځان سره یوړه.
د ناصر د برمته کېدو مسوولیت هیچا نهدی اخیستی.
ده د حکومت له لوري د مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو پر نیولو اعترا ض کړی و.
هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله ۵۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر ټپيان شوي

د هند په ختیځ کې د اودیشا په ایالت کې د دوو رېلګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځوس کسان مړه او تر پنځه سوه ډېر ټپيان شوي دي.
دا ټکر د جمعې په ورځ د کلکتې او چینای تر منځ د سفر پر مهال وشو.
د هند د رېلګاډو د برخې عمومي رییس امیتاب شرما فرانس پرېس اژانس ته پرون ناوخته وویل، چې دوه مسافر وړونکي رېلګاډي ټکر شوي او یو باروړونکی رېلګاډی هم هلته ولاړ و چې هغه هم زیانمن شوی دی.
قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی

نن قرغزستان د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د دویمې ناستې کوربه دی.
د ازادي راډیو د قرغزي برخې د راپور پر بنسټ، د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا اوسنۍ اړیکې او سیاسي، تجارتي، اقتصادي، فرهنګي او بشردوستانه مسایل د دې ناستې د بحث مسایل دي.
په دې ناسته کې د اروپا د شورا مشر او د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو هم ګډون کړی دی.
ناسته د چلپون اتا په ښار کې پیل شوې ده.
اوکراین د کییف پر فضا د لسګونه توغنديو او بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ

د اوکراین چارواکي وايي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د پلازمېنې کییف پر فضا ټول ۱۵ توغول شوي میزاییل توغندي او ۲۱ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي دي.
دا شپږمه پرله پسې ورځ ده، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر وايي، په نننیو حملو کې چې له څو استقامتونو د استوګنې پر سیمو کې شوي، یو ۶۸ کلن سړی او ۱۱ کلن ماشوم ټپیان شوي دي.
روسي پوځیانو د مې میاشتې له پیله پر اوکراین په ځانګړي ډول کییف خپلې حملې شدیدې کړې دي.
امریکا د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو پرون د ایران د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول.
پر دغو کسانو تور دی چې غوښتل یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن، ځینو نورو کسانو او د امریکا د حکومت د یوه بل چارواکي د وژلو لپاره په پراخو توطئیو کې همکاري وکړي.
د ادعا له مخې د جان بولټن د وژلو دسیسه ښه مستنده شوې او د امریکا څارنوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو دا د ایران د سپاه پاسداران یوه دوامداره هڅه ګڼلې، چې غواړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهال چارواکي په نښه کړي.
ویل شوي دغه پخواني امریکايي چارواکي په ۲۰۲۰م کال په هغه هوايي حمله کې دخیل ګڼل شوي چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني یې وواژه.
په پرونیو بندیزونو کې په ایران او ترکیه کې درې کسان، یو شرکت چې د ایران له قدس ځواک سره همکاري لري او د ایران د استخباراتي ادارې دوه چارواکي په نښه شوي دي.
د امریکا خزانې وزارت ویلي، دغو کسانو غوښتل د امریکا چارواکي، خبریالان او هغه ایراني مخالفان ووژني، چې په بهر کې ژوند کوي.
لسګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له یوروس سیند څخه یونان ته اوښتي

د یونان سرحدي ساتونکي او ژغورندویې ډلې وايي، د ماشومانو په ګډون په لسګونو پناه غوښتونکي پرون پنجشنبه د ترکیې له یوروس سیند نه د اروپايي ټولنې دغه غړي هېواد ته اوښتي دي.
د یونان یوې راډیو راپور ورکړی چې د دغو پناه غوښتونکو شمېر ۱۳۸ ته رسېږي چې د یوروس سیند د یونان د اړخ په یوه کوچني ټاپو کې موندل شوي دي.
ریل اف ام راډیو د یونان د سرحدي ساتونکو د ویاند په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ټول پناه غوښتونکي چې د سوریې وګړي دي، د خوندیتوب لپاره بل ځای لېږدول شوي دي.
ویل شوي په دوی کې ۵۲ یې ماشومان دي.
د یونان د سرحدي ساتونکو ویاند ویلي د ترکیې چارواکو د دغو پناه غوښتونکو د غیرقانوني اوښتو د مخنیوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.