د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د وسله والو مخالفینو فعالیتونو او د اداري فساد د موجودیت په اړه اندېښنو ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې په غټو ټکو لیکلي چې د ترهګرو ۱۱ډلې د کونړ په درو کې جګړو ته ځانونه چمتو کوي.
په مطلب کې د کونړ د قومي مشرانو په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، په دې وسله والو مخالفینو کې پاکستاني اتباع هم شته او کله نا کله تر خپل منځ هم وسله والې نښتې کوي.
د مطلب لیکوال ویلي چې د وسله والو مخالفینو مالي ملاتړ له پاکستانه کېږي او یو شمېر مشران یې د چارترا شو له قاچاق چیانو سره هم اړیکه لري.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د امریکا د دفاع د وزیر اشټون کارټر خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، افغانستان به سږ کال هم د سختو جګړو شاهد وي.
په مطلب کې د ښاغلي کارټر په حواله راغلي چې سږ کال به القاعده او طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې ځالې جوړې کړي او امریکا دې ته اړتیا لري چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې سرتېري پرېږدي.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکایي چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې د افغانانو ذهنونه شکمنوي.
په مطلب کې د نظر د خاوندانو په حواله راغلي چې د سیګار ادارې دا راپور چې ویلې یې دي د افغانستان۳۰ فیصده خاوره د طالبانو په لاس کې ده، افغانان اندېښمن کړي دي.
د مطلب لیکوال ویلي چې دا ډول څرګندونې بد عواقب لري.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې نړېواله ټولنه په افغانستان کې له پراخ فساد څخه ملاتړ کوي.
په سرمقاله کې راغلي، دا څویم ځل دی چې افغانستان د اداري فساد د موجودیت له مخې په دویم یا درېیم مقام کې راځي، خو پوښتنه دا ده چې ولې نړېواله ټولنه په افغانستان فشار نه راولي؟
د سرمقالې لیکوال ویلي، نړېواله ټولنه په یو شمېر کانفرانسونو کې افغان حکومت ته ګواښونه کوي چې که اداري فساد پای ته ونه رسوي، مرستې به پرې بندې کړي، خو د لیکوال په باور، هېڅ کله هم د نړېوالو مرسته کوونکو دغو شرطونو عملي بڼه نه ده غوره کړې.