ايکانوميک ټايمز:
له هنده خپرېدونکې بلې ورځپاڼې دي ايکانوميک ټايمزبيا د خپلې پرونۍ ګڼې په يوه مطلب کې د امريکايي چارواکو د هغو څرګندونو په اړه ليکنه خپره کړې چې افغانستان يې يو خطرناک هېواد بللى دى.
د ليکنې په پيل کې راغلي، سره له دې چې کلونه پرله پسې هڅې وشوې، په ملياردونو ډالره مصرف شول او په سلګونو سرتېري ووژل شو، خو د بارک اوباما اداره لا هم افغانستان يو خطرناک هېواد ګڼي.
ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د وياند جاش ايرنيست وينا رااخيستې چې ويلي يې دي: دا څرګنده ده چې په افغانستان کې وضعيت ډېر ستونزمن دى او دا يو خطرناک هېواد دى.
دي ايکانوميک ټايمز د ايرنيست په حواله ليکلي، افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونه له شا و خوا يو کال راهيسې د افغانستان د امنيتي چارو مسووليت لري.
د ليکنې په دوام لولو: که څه هم افغان پوځيانو ته د سر زيانونه اوښتي او دوى بايد له ځينو تجاربو ګټه اخيستلاى خو د امريکا پوځ او د ناټو متحدان د افغان قواو د روزنې او سلا-مشورې ورکولو په برخه کې همکاري کوي.
د سپينې ماڼۍ وياند ويلي د امريکا ولسمشر د امريکايي پوځ او د ناټو د متحدانو له اجرااتو خوښ دى. ځکه افغان پوځيان لېوالتيا لري د خپل هېواد لپاره خپله مبارزه وکړي.
دي سټېټسمن:
له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې دي سټېټسمن په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغې غونډې په باب ليکنه خپره کړې چې د ټرورېزم پرضد په پام کې ده په هندوستان کې وشي.
په ليکنه کې راغلي د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يکشنبې په ورځ هند ته ځي، څو په جيپور کې د ټروريزم پرضد په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.
په ليکنه کې راغلي: عبدالله به د هند له صدراعظم نريندرا مودي او د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما ساواراج سره هم وګوري.
دغه کنفرانس د هندوستان د ولسمشر پرناب موکرجي له خوا پرانيستل کېږي.
دي سټېټسمن په خپله ليکنه کې زياتوي، دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې مياشت مخکې په مزار شريف کې د جيش محمد ډلې د سخت دريځو وسلوالو له خوا د هندوستان پر قونسلګرۍ تروريستي حمله وشوه.
دي سټېټسمن ليکلي، څو ورځې مخکې هندوستان څلورMi-35 ډوله څرخي الوتکې افغانستان ته ورکړې، څو د ټروريزم ضد عملياتو کې ورڅخه ګټه واخلي.واشنګټن ټايمز:
واشنګټن ټايمز ورځپاڼې هم په خپله تازه کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې راغلي: په داسې حال کې چې د امريکا کانګرس د ولسمشر بارک اوباما د هغه پلان په اړه اندېښنه لري چې غواړي خپل پوځيان له افغانستانه وباسي، خو د جمعې په ورځ د امريکا د حکومت يوې څارونکې ادارې په خپل راپور کې وويل چې افغانستان د تېر کال په نسبت ډېر خطرناک دى.
د ليکنې په دوام لولو، سخت دريځي وسله وال د قوي کېدو په حال کې دي او اقتصاد د خرابېدو خوا ته روان دى.
په ليکنه کې په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار د مشر جان سوپکو خبرې هم رااخيستل شوي، چې ويلي يې دي: د افغانستان تقريباً په هرو څلورو ولسواليو کې يوه، د وسلوالو له خوا د نيول کېدو له خطر سره مخامخ ده او افغان حکومت يوازې د افغانستان پر ٧١ فيصده خاوره کنټرول لري.
د واشنګټن ټايمز په مطلب کې راغلي، د افغانستان ناوړه وضعيت د امريکا ولسمشر باک اوباما اړ ايسته په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پر شمېر بيا غور وکړي.
د دې پر ځاى چې تر ٢٠١٧م کاله پورې ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي، بارک اوباما په اکتوبر مياشت کې پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې د دېره ٩٨٠٠ امريکايي پوځيانو ډېره برخه دې په دغه هېواد کې پاتې وي او وروسته به يې شمېر ٥٥٠٠ ته راکم شي.