د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۴

څوک د مبتکرو او نوښتګرو ځوانانو لاسنيوی کوي؟

که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د افغانو ځوانانو د نويو ابتکارونو او اختراعاتو په اړه خبريږو، خو په لویه کچه د دوی د مفکورو عملي کولو ته ولې لازمه زمینه سازي نه کیږي؟ د داسې مبتکره ځوانانو نااميدي به د افغانستان لپاره یوه لویه ضایع نه وي؟ څوک باید د دوی لاسنيوی وکړي او تر اوسه دغه هڅه چا کړې او که نه؟ په دې تاندې څانګې کې يې اورئ:

مبتکر ځوان (اغاملوک سهار ولې ګېله من دی؟)

له تېرو څو کلونو راهيسې افغان ځوانان په ځانګړي ډول د تعليم او د ورزش په برخه کې په ملي او بين المللي کچه د پام وړ لاس ته راوړنې لري او اوس نامې خدای هر کال په افغانستان کې د ننه د ځوانانو د نویو اختراعاتو په اړه د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو خبرونه اورو.

چا موټر جوړ وي، چا الوتکه، چا ربوټ یا ماشيني سړی جوړ وي او چا یو کمپيوټري یا انټرنټي سافټ ويئر جوړ کړی وي. خو د ځينو همداسې مبتکره ځوانانو ګیله دا ده چې خاصه توجه نه ورته کیږي. د غزني آغاملوک سهار چې اوس مهال د کابل د پل تخنيک پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي د دریم کال محصل دی، څه باندې یو کال پخوا يې د (لمر) په نوم داسې یو اپلکېشن جوړ کړی چې تر فیسبوک، جي مېل، یاهو او ځینو نورو ټولنيزو شبکو ډېر خوندي او پرمختللی دی. د ښاغلي سهار په خبره د دغه اپلکېشن په مرسته به خلک د یوه موبایل په واسطه د دولت ټولو خدمتونو ته لاسرسی ولري. که څه هم ده ته د دغه نوښت له برکته یوه جایزه هم ورکړل شوې خو دی د خپل د دغه ابتکار د نه عملي کېدو له کبله ګيله من دی.

دی د (لمر شبکې) په اړه وايي چې که چېرې يې په عملي کولو کې مرسته ورسره وشي نو د هېوادوالو ګڼ مشکلات په ځانګړي ډول په ټاکنو او د کانکور په پروسه کې به درغلۍ او تقلب له منځه لاړ شي.

خو څه وايي چې ملنګ ته یوه دروازه پورې، سل خلاصې...

د آغاملوک سهار په څېر د مبتکره او نوښتګرو ځوانانو د لاسنيوي په هدف یو بل ځوان اجمل پېمان امریکا پريښې او په ښو ښو پوسټونو او په لوړ معاش يې د کار کولو وړانديزونه د دې لپاره رد کړي چې داسې ځوانان وهڅوي او د دوی د مفکورو او نوښتونو په عملي کولو کې د مرستې زمینه ورته برابره کړي. ښاغلي پېمان د خپلې يوې امریکا مېشتې همکارې او څو رضاکاره ځوانانو په مرسته د (شتاب افغانستان) په نوم د ټولنيزو او تجارتي نوښتونو مرکز جوړ کړی. لا يې تازه د خپلې مفکورې پر پلي کولو کار پېل کړی دی، ښاغلی پېمان د دغه مرکز په اړه وايي چې موږ په نوښتونو پسې ګرځو او هغه ځوانان پېدا کوو چې ښې مفکورې لري، اختراعات رامنځ ته کولی شي او نوښتونه پنځولی شي خو د هغوی د عملي کولو لپاره مالي امکانات نه لري، موږ داسې ځوانان پېدا کوو او د دوی هغه مفکوره چې یو ښه (بزنس ماډل) ترې جوړېدای شي، په عملي کولو کې يې مرسته ورسره کوو.

شتاب افغانستان نوښتګرو ځوانانو سره څه وړ مرستې کوي؟

د اجمل پېمان په خبره (شتاب افغانستان) په څلورو برخو کې کار کوي. لومړۍ پر خپل ځان د ځوانانو د باور پېدا کول او هغوی نوښتونو ته هڅول، دویم په کم لګښت سره دوی ته د یوه مشترک کاري دفتر رامنځ ته کول دي. دریم دا چې له باتجربه تجارانو سره د بې تجربه ځوانانو کېنول او د دوی تر منځ همغږي چې په راتلوونکي کې دوی د تجارت په برخه کې له هغو تاوانونو او زیانونو ځان وساتي چې لویو تجارانو تجربه کړي دي او څلورم هم په دې برخه کې د خنډونو په اړه څېړنه ده چې لومړۍ هغه ګواښونه او خنډونه وموندل شي او بیا يې د له منځه وړلو لپاره لارې چارې وسنجول شي.

ښاغلی پېمان وايي چې دوی له پوهنتونونو، د ځوانانو او د مېرمنو له ټولنو او د ځوانانو اړوند ځينو دولتي ادارو سره په اړيکه کې دي. ما ویل د افغانو مبتکره او نوښتګره ځوانانو سره به ستاسې مرسته یوازې مشورتي وي او که د دوی د مفکورو په عملي کولو کې به د مالي مرستې زمینه هم ورته برابروئ؟ نو د ښاغلي پېمان ځواب و چې زموږ مرسته د مشورې تر څنګ د مالي امکاناتو د برابرول هم دي.

خو په یوه څه توپيري ډول. هغه دا چې (شتاب افغانستان) د ځينو داسې پانګوالو په لټه کې دی چې دوی په بانکونو کې په اصطلاح (مړه پانګه) لري، ياني هغه پانګوال ضرورت نه ورته لري او له کلونو کلونو راهيسې هسې په بانکونو کې پرته وي او دوی په دې نه پوهېږي چې هغه اضافي پانګه په کومه لاره په کار واچوي چې لا نوره ګټه ورته وکړي او یو چا ته يې خېر هم ورسيږي. د ښاغلي پېمان په خبره دوی دغه پانګوال داسې مبتکره او نوښتګرو ځوانانو سره مالي مرستې ته هڅوي.

ښاغلی اغا ملوک سهار د ښاغلي پېمان دغه فکر ستايي او هیله مند دی چې د (شتاب افغانستان) کارونه کاش په عمل کې دوی ته ګټور ثابت شي. دی له افغانو تجارانو هم ورته غوښتنې لري.

هغه ځوانان چې بهرنیو هېوادونو ته په تېښته دي، که خپله انرجي پخپل هېواد کې مصرف کړي نو راتلوونکی به يې به نورو بهرنیو کې تر ژونده ډېر ښه وي. داسې څه ښاغلی پېمان افغانو ځوانانو ته پخپل پېغام کې وايي.

ځوان هنرمند سردار سعيد په یوه سندره کې وايي چې:

کلا کې لوړ برجونه مه جوړوه، ځان ته سړک، ځان ته ښوونځی جوړ کړه

وچه ډوډۍ وخوره، قلم راواخله، په دې نړۍ کې ځان ته ځای جوړ کړه...

بلکل، که په دې نړۍ کې ځان ته د ځای جوړولو په فکر کې یو نو وچه ډوډۍ به زغمو او د قلم لاره به نیسو. د ښاغلي سهار او د ښاغلي پېمان په څېر ځوانان دې خدای ډېر کړي. نننۍ تاندې څانګې رانغاړو.

دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ.

Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

shafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:17 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG