تاسې به په ډېرو ودونو کې ګډون کړی وي، د بېلابېلو سیمو د خلکو د ودونو د دود او دستور څخه به خبر شوي یاست، داسې څوک به مو هم لیدلي وي چې په واده کې د خسرګنۍ له درنو رواجونو شکایت کوي او داسې به هم وي چې هغوی د ډېرو ډالیو په ورکړې سره خپله لور له کوره په ډېرې خوښۍ سره باسي.
نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری تاريخي سيمې لري او په بېلابېلو دورو کې په بېلابېلو نومونو یاد شوی دی.
د جغرافيايي موقعيت له مخې، نورستان غرنۍ سيمه ده، په پخوانيو زمانو کې دا سيمه د کافرستان تر څنګ د بلور يا بلورستان په نومونو هم ياده شوې ده.
په ١١٧٤ لمريز کال کې د افغانستان پاچا امير عبدالرحمن خان تر نظامي عملياتو وروسته دغه سيمه ونيوله، په هغې زمانه کې هم دا سيمه د بلورستان او کافرستان په نومونو يادېده، وروسته د دې سيمې ټول خلک مسلمانان شول او اوس دا سيمه د نورستان په نامه يادېږي.
د دغې سیمې اوسیدونکي اوس د هېواد د یو شمېر نورو سیمو په پرتله ځانګړي دودونه او رواجونه لري چې موږ نن د یادې سیمې د واده پر دود غږېږو.
د نورستان ولایت د برګي مټال ولسوالۍ اوسېدونکی سلیمان نورستانی وايي، په نورستان ولایت کې چې کله د کوژدنې مراسمو څخه څه موده تېره شوې وي نو د نجلۍ پلار د هلک له پلار څخه ځينې څاروي د "تويانه" په توګه اخلي او د واده مراسم شروع کوي.
د ښاغلي سلیمان په خبره کله چې د نجلۍ د کورنۍ غړي ناوې د هلک کورنۍ ته ورسوي له څو دقیقو وروسته خپل کور ته ستنېږي او ډېر ایسارېدل په یوه بد شګوم ګڼي.
د نوموړي په خبره چې په نورستان کې د واده په مراسمو کې د شاه دوستان د واده کورنۍ ته پسونه، اوزې او نور څاروي په تحفه کې وروړي او هلته يې حلالوي، يو پسه يا اوزه چې کله دوى حلال کړي ٢٤ تقسيمه کوي يې او بيا يې يوه ديګي ته اچوي او پخوي يې.
د ښاغلي سلیمان په وینا چې په واده کې غوښه نيمه پخوي، د هرې برخې لپاره يو ځانګړى سړى وي او هغه برخه همغه معلوم شخص ته ورکوي.
د کلي د مشرانو او ملا لپاره د غوښې ځانګړې برخه وي چې هغوى ته يې ورکوي.