د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۰

په حامله ښځو کې لوړ فشار د کومو ستونزو لامل ګرځي؟

حاملګي د مور او ماشوم لپاره یوه حساس پړاو دی چې په ښه ډول باید ترې ساتنه او پالنه وشي؛ د حمل په جریان کې د ځینو مېرمنو فشار لوړیږي چې مور او ماشوم ته یو لړ ستونزې پیدا کوي؛ دا ډول فشار کله کله دومره خطرناک وي چې په مور عصبي حملې هم راځي.

خو په ځینو کورنیو کې خلک دا ډول ناروغان په دودیز ډول تداوي کوي او د پیریانو نوم پرې ږدي؛ حامله مور تعویذګر ته ورولي او تعویذګر هم د لښتو او نورو شیانو ګوزارونه پرې کوي چې پیریان ترې وباسي؛ خو پوښتنه دا ده چې دا ډول کارونه د دې مرض دوا کیدای شي او که ستونزې لا ډیروي؟

د غزني اوسېدونکي زیبا د خپلې ګاونډۍ کیسه راته کوي چې د حمل په جریان کې حمله پرې راتله؛ خبرې یې بل ډول وې او کورنۍ یې هم د دې پرځای چې ډاکټر ته یې بوځي؛ په کوټه کې یې اچولې وه چې پیریانو نیولې.

د ډاکتر فریدې امرخیل په وینا؛ د لوړ فشار نښې دا دي چې د مور پښې او لاسونه کګیږي او که ډاکتر ته مراجعه وکړي؛ د ښه کېدو امکان یې شته.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:48 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG