د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۱

نوی حکومت او د ځوانانو معينیت ځوانانو ته څه کوي؟


له ولسمشریزو انتخاباتو څخه مخکې ځوانانو سره ژمنه شوې وه چې يو ځانګړی وزارت به ورته جوړېږي، خو اوس هغه کیسه څنګه شوه؟ او هغه مهال د ځوانانو له معینیت څخه ځوانانو څه ګېلې لرلې او اوس څه وايي؟

په نننۍ تاندې څانګې کې به د ځوانانو لپاره له ځينو داسې پلانونو هم خبر شئ چې د ځوانانو ډلې به د والیانو او د دولت کارونه د ځوانو سفیرانو په توګه څاري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينیت په افغانستان کې د ځوانانو هغه یوازېنۍ مرجع ده چې د اکثره افغانو ځوانانو امېدونه ورپورې تړلي او د ځوانانو د ستونزو پر مهال لومړۍ مخ همدې ادارې ته وراوړي. په تېرو کلونو کې مو چې د دغه وزارت په اړه خپرونې درلودې نو زیاترو يې شکایت کاوه چې د دغه معینيت اکثره کارونه نمایشي او تر مرکزه محدود دي. اوس هم اکثره ځوانان په همدې نظر دي. له غزني څخه غلام مجتبی، له کابل څخه مژګان او له پروان څخه لطف الله وايي چې د دغه معينيت کارونه یوازې تر مرکزه محدود دي او ولایتونو ته يې خاصه توجه نه ده کړې، همدا علت دی چې ګڼ ځوانان حتی د معينیت له فعالیتونو سره اشنا نه دي.

خو دې ته په کتو سره چې د دغه معينيت نوي معين کمال سادات له نېږدې پنځو میاشتو راهيسې په خپل کار پېل کړی دی، ښاغلی سادات وايي چې د مرکز په شمول يې ولایتونو او لیرو پرتو ولسوالیو ته هم توجه ډېره کړې ده. دی وايي چې موږ کندهار، جوزجان، فاریاب، مزار، بادغیس، پکتیا، خوست، ننګرهار او څو نورو ولایتونو ته تللي یو او له ځوانانو سره مو غونډې کړي دي او د ولایتونو د بېلابېلو ادارو له مشرانو سره مو خبرې کړي چې باید ځوانانو ته توجه ډېره کړي او د کار موقع ورکړي.

په فرهنګي او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره آغلې ملالۍ شينوارې هم د ځوانانو اړوند پخوانیو ادارو څخه شکایت کوي او وايي هغسې چې اړتیا وه ځوانانو ته يې کار نه دی کړی، هغه زیاتوي چې له ځوان څخه تل استفاده شوې خو بېرته بیا ځوان ته توجه نه ده شوې، خو آغلې وايي چې نوی حکومت د ځوانانو لپاره د پام وړ کارونه په پلان کې لري.

ښاغلی سادات وايي چې د نشه يي توکو د کارولو د زیان او بهرنیو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه د ځوانانو د تېښتې د ضررونو په اړه يې د افغان ځوانانو د عامه پوهاوي د لوړوالي لپاره هم ګڼ تبلیغاتي او ورزشي پروګرامونه پیل کړي دي.

د ده په وینا د ځوانانو معينيت د اړوند ادارو په همکارۍ پر یوې ملي پالېسۍ کار کړی چې د پالېسۍ په تطبیق سره به ځوانانو ته د تعليم، روغتیا، ورزش، کار موندنې او په دولت کې د ونډې زمینه مساعده شي.

ښاغلی سادات وايي چې د ځوانانو له همکارۍ پرته په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستل مشکل دي نو ځکه دغه ځوانان دې د خپل حق د غوښتلو تر څنګ په مشکلاتو کې د خپل هېواد لمن نه پرېدي او همت دې له لاسه نه ورکوي.

د تېرو ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال له انتخابېدونکي ولسمشره د اکثره ځوانانو غوښتنه دا وه چې باید د ځوانانو لپاره یو ځانګړی وزارت جوړ شي چې د ځينو نوماندانو له خوا د ځوانانو دې غوښتنې ته لبيک هم ویل شوی و او د هېواد په ځينو ولایتونو کې له ملي یووالي حکومت څخه ځوانانو د دې غوښتنې د عملي کولو هیله د لاریونونو په ترڅ کې هم کړې ده، خو اوس د دې حکومت چارواکي څه ځواب وايي؟ په دې اړه وروسته د آغلې ملالۍ شينوارې نظر اورو خو لومړی د ځينو ځوانانو نظرونه راخلو چې دوی د ځوانانو لپاره د یوه ځانګړي وزارت د جوړېدو په اړه څه نظر لري:

(زما نوم لطف الله دی، د پروان یم. زما په نظر که وزارت وي او که معينیت مهمه نه ده، مهم کار دی، که وزارت هم وي خو چې فساد په کې موجود وي، ځوانانو ته به یې ګټه ونه رسېږي خو که یوه وړه اداره وي او له فساده پاکه وي او ځوانانو ته کار وکړي نو ګټه به يې ډېره وي.)

(زه غلام مجتبی یم، د غزني یم. د اوسني حکومت په پلان کې خو دا خبره وه چې ځوانانو ته به يو ځانګړی وزارت جوړوي، باید جوړ يې کړي، ځکه چې بیا به ځوانانو ته توجه ډېره شي او یوه خاصه بودیجه به دولت ورته ځانګړې کړي، چې ځوانانو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.)

(زما نوم فریحه ده، زه محصله یم، زما په نظر موږ باید د کمیت پر ځای په کیفیت پسې وګرځو، خدای دې وکړي چې يو ریاست واوسي خو باید ځوانانو ته کار وکړي، لویې ادارې به څه کوو چې کار نه کوي.)

په فرهنګي او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شينوارې هم په دې نظر ده چې حل لار د ادارو ډېرېدل نه بلکې د کار او د اغېزمنو فعالیتونو ډېرېدل دي. آغلې ملالۍ همداراز د ولایتونو په کچه د ځوانانو د سلسله واره کنفرانسونو یادونه کوي چې له منځه به يې داسې رضاکاره ځوانان د سفیرانو په توګه ټاکل کېږي چې د خپلو ولایتونو د واليانو او د دولت چارې وڅاري او ولسمشر سره يې شريکې کړي.

په پای کې لیکوال او ژورنالېست عاشق الله یعقوب وايي چې ځوانان دې د چا په تمه نه خوري بلکې خپله دې د خپل حالت د ښه والي لپاره مټې راونغاړي، دی همداراز د ځوانانو لپاره دولتي چارواکو ته په پېغام کې وايي چې که دولت غواړي په افغانستان کې شته فساد، ناامنۍ او نورې ستونزې له منځه یوسي باید ځوانانو ته توجه ډېره کړي، د دوی ستونزې حل کړي او ښه کاري چاپېریال ورته جوړ کړي.

نننۍ تاندې څانګې به د محمد اکبر خادم په دې بېتونو پای ته ورسوو چې وايي:

چا چې خپل قدر په خپله وکړ ګله!

ستاره د هغه قوم په عروج شوله

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئ، پته ده:

Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

shafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:19 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG