د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ملي ارمان:سوله له چا سره او په څه ډول؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره ایران ته د اجراییه ریس سفر او د سولې په اړه را ټوکیدلو هیلو او اندېښنو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان کډوال خوږ ګوته او د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان د فشار اله.

په سرمقاله کې راغلي، افغان حکومت دې ته خوشحاله وي چې ګاونډي هېوادونه د کډوالو د پاته کیدو موده تمدیدوي، خو دې ته پام نه کوي چې په ګاونډيو هېوادونو کې د کډوالو موجودیت څومره د افغانستان په زیان دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په ایران کې افغان کډوال هغو سیمو ته نه پریښودل کیږي چې عادي ایرانیان ورځي او ایران افغان کډوالو ته د دریمې نړۍ یا لویدلې ټولنې د اوسیدونکو په سترګه ګوري.

کابل پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې عبدالله عبدالله په داسې حال کې ایران ته ځي چې تهران د سعودي په مشرۍ له جوړ شوي ایتلاف سره د افغانستان د یوځآی کیدو په اړه اندیښنه لري.

په مطلب کې راغلي چې د عبدالله عبدالله دغه سفر تر ډیره تشریفاتي بڼه لري، ځکه چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د بهرني سیاست کرښې واضح نه دي.

د مطلب لیکوال ویلي چې ایران او افغانستان له ډيره وخته تر خپل منځه یو شمېر ستونزې لري او دا سفرونه به ونه شي کړای چې دا ستونزې هوارې کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې سولې ته د رسیدو اساسي کرښې باید مشخصې شي.

په سرمقاله کې راغلي چې پاکستان د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې ژمنې نه دي عملي کړي، خو اوس چې د دغو هېوادونو خړې پړې اړیکې بیرته ښې شوي دي، اسلام اباد د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه توب کوي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې سوله له چا سره او په څه ډول؟

په سرمقاله کې راغلي چې د ملي وحدت حکومت مشران د سولې هڅې کوي خو په داسې هېواد یې بیا اعتبار کړی چې هغه د تروریزم ملاتړ او تمویل کوي.

XS
SM
MD
LG