په دې وروستیو کې د هلمند امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی له څه مودې راهیسې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو او د ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې جګړه روانه ده.
د هلمند سیمه ییزو چارواکو اندېښنه ښکاره کړه او خبرداری ورکړی که مرکزي حکومت د یاد ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونه کړي، نو امکان لري هلمند سقوط وکړي.
ازادي راډیو په دې اړه یو بحث رابللی په دې بحث کې میلمانه دي:
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالحی اخندزاده.
د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد یوسف ځاځی.
او د ټلیفون په لیکه راسره په بحث کې ګډونوال دی د هلمند د والي ویاند عمر ځواک.
ددې بحث د اوریدو لپاره دا لاندې لنک کیکاږئ: