د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د ښځو پرضد د تشدد د مخنیوي قانون نه تصویبولو اغیز


په روانه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې ولې لا تر اوسه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د پارلمان له خوا نه دی تصویب شوی؟ د دې قانون نه تصویبېدلو مېرمنو ته کومې ستونزې را ولاړې کړي دي؟ په دې برخه کې به د اړوندو ادارو او مسوولینو نظرونه واورئ.

زموږ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې لا هم رنګارنګ تاوتریخوالی موجود دی؛ ښځې په مختلفو بهانو وهل ټکول کیږي؛ په بدو کې ورکول کیږي، د زده کړو له حقه محرمیږي او په لسګونه دې ته ورته مسایل دي چې ښځې ورسره په ورځني ژوند کې مخ دي؛ افغان حکومت همدې مسایلو ته په کتو په ۱۳۸۸کال کې په څلورو فصلونو او ۴۴مادو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د تصویب لپاره پارلمان ته واستاوه.

خو په دې قانون کې د ځینو مادو په سر اختلاف موجود و چې له هغې جملې نه د میړه له خوا د ښځې وهل ټکول،د واده په بهانه د ښځو خرڅول،د واده سن،د کورنۍ د غړو له خوا د صغیرې نجلۍ ودول،د نارینه له خوا د ډیرو ودونو کول او دې ته ورته ځینې نور مواد د دې باعث شول چې دا قانون تصویب نشي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاده حمیرا حقمل وایي،د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په قانون کې ځنینې خلک ملامت دي او همداراز ولسي جرګه هم ګرمه ده نوموړې وایي دا قانون یې د هغو مادو په سر رد کړی چې جزوي وې او تغیر پکې راتلای شو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:08 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG