د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

نور احمد شاهين په تانده ځوانۍ کې لوی کارونه کوي


ځيني ځوانان په خپله هڅه نه کوي یا په اصطلاح ځان په خپله نه رسوي، بس تل يې په نورو پورې امیدونه تړلي وي چې ځه خو پلانی شته دی کنه ... تاسې څنګه؟

له دې نيمګړتیا ځان څنګه ژغورلی شئ؟ په نننۍ تاندې څانګې کې يې اورئ او د دې تر څنګ مو د یوه زلمکي ژباړن نوراحمد شاهین له ژوند او فعالیتونو خبروو چې په خپله تازه له ۱۲ ټولګي فارغ شوی خو د پوهنتون محصلانو ته کتابونه ژباړي.

ځينې ولې په نورو تکیه کوي او خپله څه نشي کولای؟

ښايي لیدلي به مو وي چې ځيني کسان په خپله څه نه شي کولای خو تل په نورو ډاډه وي. له خپل پلاره، مشر وروره رانيولې بیا تر ځينو خپلو خپلوانو، ملګرو انډيوالانو او آشنایانو ... ډول ډول امیدونه ورپورې تړي، وايي ځه خو پلانی شته دی کنه، له لاسه به مې ونیسي.

د کابل پوهنتون یو محصل ذبیح الله ایمان وايي چې زه پخوا همداسې وم او پخپل مشر ورور پورې مې ډېرې هيلې غوټه کړې وې، خو وروسته پوه شوم چې زه باید د چا د اوږو بار نه شم.

کله چې د کار موندنې خبره شي نو بیا هم ځينې په دې تمه خوشاله وي چې ځه خو کنه، پلانی شته دی، یا کله کله ځيني غورې وهي چې هغه پلانی وزير یا وکیل مې د پلار یا ورور نېږدې انډيوال دی، قوي واسطه لرم. ښايي همدغه خبرې وي چې خلک وايي واسطه چې ونه لرې نو هېڅ يې. یو محصل سميع الله هېوادمل دې ته ورته خبرې لري.

ځکه خو هوښياران وايي چې په چا پورې امیدونه مه تړئ ځکه، کله مو چې امیدونه نیمه خوا پاتې کېږي نو بیا مو زړه ګیله من کېږي او ډېر درد ورسېږي. یو ځوان فضل الحق طاهرزی وايي چې که چېرې په نورو پورې اميدونه تړو نو بیا مو ژوند هم هماغو پورې تړل کېږي، یانې په دې معنا چې که هغه یوه ځای ته ورسېد نو ته هم ورسره رسېدلی یې او که هغه ولوېد نو ته هم ورسره غورځېدلی يې.

ځوان افغان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې په نورو پورې ډېر امید تړوونکي او وابسطه کسان په یوه ډول رواني ناروغۍ اخته وي چې باید درملنه يې وکړي.

څو نور ځوانان حلیمه، امین پاچا او لیمه ساحل وايي چې موږ په چا پورې ځان نه تړو او نه د چا د لاسنيوي په تمه یو، سمه ده چې ژوند لوړې ژورې، ناکامۍ او بریاوې لري خو ښه ده چې انسان مبارزه وکړي او په خپله خپل ځان یوه ښه ځای ته ورسوي.

ما ویل څنګه یو ځوان کولای شي په خپل ځان بسیا اووسي او دغه اعتماد پيدا کړي چې خپل ځان په خپله رسولای شي؟ نو ښاغلي عظيمي ویل چې ځينې کسان غواړي په یوه ورځ کې د هغو کسانو ځای ته ورسېږي چې هغوی کلونه کلونه زیار ايستلی او اوس له څو کلنو زحمتونو وروسته یوه ښه موقف ته رسېدلي دي.

دغه کار ناممکن او ناهيلې کوونکی دی. نو ځکه باید هر څوک له وړو وړو کارونو پیل وکړي، ځان طبيعي ودې ته پرېږدي او ورو ورو پر مخ لاړ شي.

ښاغلی عظيمي زیاتوي چې له دې سره به دوی پخپل ځان باور پېدا کړي، په ځان به بسیا شي او په چا پورې به ځان نه تړي.

*********

نور احمد شاهين وپېژنئ چې په تانده ځوانۍ کې لوی کارونه کوي

هارون پاچا په یوې سندره کې وايي چې (ژوند دی هسې مه کېنه څه کار کوه)

هو، ځينې په خپل ځان په واړه عمر کې دومره باور لري او پخپل ځان داسې بسیا کوي چې ان تر ده لویان امیدونه ورپورې وتړي او په دې فخر کوي چې داسې کس یې ورور، زوی او یا ملګری دی.

داسې کسان هغه وي چې په ژوند کې هسې نه کېني او د هارون پاچا د سندرې خبره چې څه کار خامخا کوي او له اوزګاره وخته هم ګټه اخلي. بيخي داسې لکه نور احمد شاهین.

نوراحمد شاهین د میدان وردګ ولایت دی او تازه له ۱۲ ټولګي فارغ شوی دی. دی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په دري، اردو او انګلیسي ژبو پوهېږي او چې کله هم اوزګار وخت مومي نو د خپلې خوښې او د ضرورت وړ علمي کتابونو په ژباړه يې مصرفوي. دی له ساینسي برخې سره ډېره علاقه لري، ځکه خو يې د لومړي ځل لپاره د دوو مشهورو عالمانو البرټ آينشټاین او آیزاک نیوټن رسالې دوه کاله مخکې وژباړلې، خو د دغو رسالو په ژباړه کې یې ځوانانو ته یو پیغام هم رسول غوښتل، څنګه پېغام، ښاغلی شاهین وايي چې په دغو رسالو کې د نوموړو عالمانو ژوند او هڅو ته کتنه شوې چې هغوی له څومره زحمتونو وروسته بريا ته رسېدلي دي. نو له دې کبله ما غوښتل ځوانانو ته دا پیغام ورکړم چې دوی دې ناهیلي کېږي نه او خپله هڅه دې کوي.

نور احمد شاهین وايي چې په لومړيو ورځو کې مې کورنۍ منع کولم چې یوازې خپلو درسونو ته پام کوه او ژباړې پرېږده خو وروسته له خپلې دې خبرې واوښتل. ښاغلي شاهین په دې وروستيو کې د داکټر محمد انور غوري لیکل شوی کتاب (عمومي ریاضي) له دري څخه پښتو ته راژباړلی دی. څو ورځې مخکې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنيو په تالار کې د ښاغلي شاهین د دغه ژباړل شوي کتاب د مخکتنې غونډه وه چې د ده دغه کار د ګډونوالو له خوا خورا وستایل شو. او ده ته د خپل یوه استاد فیض الرحمن اسحاقزي له خوا د هڅونې په هدف هغه لاسي ساعت په جایزه کې ورکړل شو چې نوموړي استاد يې د نړيوالې اټمي انرژۍ له ادارې څخه په استرالیا هېواد کې ترلاسه کړی و.

ما ویل د (عمومي ریاضي) کتاب د ژباړلو فکر څنګه درپیدا شو؟ ښاغلي شاهین وویل چې د یوه ملګري له خولې يې د یوه ځوان کیسه اورېدلې چې د لوګر و او په خپله لیسه کې اول نمره و خو چې کله د کابل پوهنتون ته بریالی شو نو په لومړي سمستر کې ډراپ شو چې پوښتنه ترې وشوه، ولې؟ نو ځواب يې و چې په پوهنتون کې اکثره درسونه په دري وو او زه په دري نه پوهېدم. نو هماغه ورځ دا فکر راسره پېدا شو چې زه به ځينې کتابونه پښتو ته راژباړم چې داسې ځوانانو ته مې خیر ورسېږي.

ښاغلی شاهین وايي چې کله هم په کومه برخه کې خلا حس کړم نو هماغې برخې ته یو اثر راژباړم. ځکه خو په راتلونکي کې غواړي د افغانو ساینسپوهانو او انجینرانو لپآره له انګلیسي يو کتاب راوژباړي. دی د دغه کتاب په اړه غږیږي او خپلو همځولو ته په یوه پیغام کې وايي چې علوم زده کړئ، ويې ژباړئ او تر خپلو خلکو يې ورسوئ.

زلمکي نور احمد شاهین وویل چې لومړی علوم زده کړئ، بیا یې خپلې ژبې ته راوژباړئ او بیا يې تر خلکو ورسوئ. نو څومره به ښه وي که چېرې د ښاغلي شاهین په څېر هر ځوان تر خپله وسه خپلې ژبې ته علمي کتابونه راوژباړي، خپله ژبه پرې غني کړي او نورو ته خیر ورسوي.

نننۍ خپرونه همدومره وه، دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ.

پته ده:

http://Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلای او اورېدلای شئ:

http://pa.azadiradio.org

او زما پر دې برېښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولای شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين ۰۲:۴۰ او تکرار يې هره سې شنبې سهار ۱۰:۳۰ خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG