د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د سیمې ټول هېوادونه دې د افغانستان په څېر ترورېزم سره مبارزه وکړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د ترورېزم په وړاندې باید د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان په شان جدي مبارزه وکړي.

دا وزارت د سعودي عربستان په مشرۍ د ترورېزم د ځپلو لپاره د جوړ شوي ائتلاف له جوړېدو وروسته وايي چې ګډې جدي هڅې کولای شي د نړۍ او سیمې د ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د سعودي عربستان په مشرۍ د ترورېزم د ځپلو لپاره په جوړ شوي ائتلاف کې لا رسمي ګډ شوی نه دی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ترورېزم سره جګړه د سیمې د هر هېواد کار دی.

د دغه وزارت ویاند صدیقي صدیقي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له دې ائتلافه د دوی هیله دا ده چې د ترورېزم د ځپلو لپاره رښتینې مبارزه وکړي لکه افغان حکومت یې چې په وړاندې پیل کړې ده.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"هیله مو دا ده چې په سیمه کې هر هېواد لکه د افغانستان غوندې جدیت وښیي د ترورېزم سره مبارزه وکړي لکه موږ یې چې په وړاندې مبارزه کوو ترڅو دا پدیده د دې فرصت ونه لري چې د سیمې او نړۍ ثبات تر پوښتنې لاندې راولي."

د سعودي عربستان په مشرۍ د نړۍ اسلامي هېوادونو چې په کې عربي او د پاکستان په شمول یو شمېر نور هېوادونه شامل دي په اسلامي نړۍ کې د ترورېزم د ځپلو لپاره د سې شنبې په ورځ یو ائتلاف اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په همدې ورځ په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي او افغانستان ته یې په دغه ائتلاف کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دې بلنې په اړه به د هر اړخیزو معلوماتو تر غور وروسته پرېکړه وشي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ترورېزم د ځپلو لپاره په خپل هېواد کې له شته ټولو امکاناتو کار اخلي او هڅه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې وضعیت بدلون پیدا کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې راتلونکي ژمي کې به د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ډېر څه وشي او په دې اړه یې د نړېوالو متحدینو ژمنې حاصلې کړي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"موږ سږ کال په تېره بیا په تېرو څو میاشتو کې د دُښمن له تحرکاتو سره مخ وو، خو د ژمي څو راتلونکې میاشتې چې لرو زموږ ډېر تمرکز به د امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا او د دوی په عملياتي پلانونو وي چې وکولای شي د ډار اچونکو ډلو هستې له منځه یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د پسرلي راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناامنۍ ډېرې وې او د حکومت مخالفین د لومړي ځل لپاره په لنډ مهاله توګه د یوه ولایت د ښار په نیول کېدو بریالي شول.

امنیتي او دفاعي ارګانونه بیا وايي چې د سراسري امنیت د ټینګښت لپاره اوږدمهاله او د سیمې د نورو هېوادونو جدي مبارزې ته اړتیا ده.

دوی وايي چې افغان حکومت په دې برخه کې د یو شمېر هېوادونو پاملرنه هم جذب کړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG