د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

په افغاني ټولنه کې د دودیزو درملو اوسنی وضعیت


د یوه داسې دودیز چار له تاریخ،ارزښت او اوسني وضعیت څخه خبر شئ چې په افغاني ټولنه کې به داسې ډېر کم اشخاص پېدا شي چې یا یې له دا ډول درملو کار نه وي اخېستی او یا یې هم په خپله نه وي جوړ کړي.

دودیز درمل چې په افغاني ټولنه کې د یوناني یا هندي درملو په نوم مشهور دي، له ډېره پخوا راهیسې په ټوله نړۍ کې جوړېدل او یا هم استعمالېده.

کله چې انسان په ځمکه هست شوی او د ژوندانه پیل یې کړی، د ژوند د لومړنیو وسایلو په فکر کې شوی دی او د خپل ځان د ساتنې لپاره یې له یوې تجربې هم دریغ نه دی کړی.

انسان هڅه کړې چې د خپل ځان د سالم ساتلو لپاره هر ډول تجربه ترسره کړي او له طبیعي بوټو او توکو څخه په استفادې د خپلو ناروغیو مخنیوی وکړي.

له هماغه دمه تر دې دمه د دودیزې درملنې تجربې پیل شوي دي.

دا خپرونه دلته اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:32 0:00
مستقیم لېنک


جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

XS
SM
MD
LG