د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

مرهون: ماشوم ته د تصوير ژبه تر ټولو اسانه وي


د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ځوان ښوونکي محمود مرهون د ماشومانو لپاره ۴۵ کتابونه ليکلي او ژباړلي دي.

نوموړی وايي، د هر کتاب هره پاڼه يې د متن تر څنګ په ښکلو انځورونو پسوللې تر څو ماشومان په اسانه زدکړه ورڅخه وکړي او په کيسه ځان پوه کړي.

د ده په خبره، ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته.

نوموړی زياتوي، پلان لري، په نږدو وختونو کې د ماشومانو لپاره شپږ جلده دايرت المعارف هم وليکي.

له محمود مرهون سره زموږ همکار احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ماشومانو لپاره يې د کتابونو ليکلو او ژباړلو ته څنګه پام ور اوښتی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG