د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو ارزانه خبرونه درته لرو، لکه د لندن، نیویارک د ساختماني شرکت له خوا مربوطه ارګان ته د یوه ښوونځي ودانۍ له درې نیمو میاشتو ګرنټۍ سره تسلیم کړه!
همدارنګه به حکومت له څو غټو پیسه داره بندیانو سره د څو غټو پروژو د سرته رسولو قرارداد وکړي! او خلکو د کمپنۍ، کوټه سنګي لوی سرک د (کثافاتو واټ) په نامه ونوماوه!
ورپسې یو شعر لرو چې یو بیت ېې داسې دی: نه غواړو معاش نه غواړو دې ژمي ته لرګي غواړوـــــــ له یوې بورۍ اوړو سره فقط یو ټیم غوړي غاړو
او په پای کې مو د یوه هوښیار ټګ له ټګۍ خبرو، هغه چې ځان انجنیر معرفي کوي او وايي چې څو پروژې ېې ترلاس لاندې دي!
نورې خبرې او خوندونه ېې له اوریدو وروسته معلومیږي.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا