د ازادي راډیو د اوونېزې خپرونې د انصاف په لټه کې دا ځل په دې خپرونه کې بیا هم د یو اورېدونکي د ځمکې ستونزه ده چې وايي د زورواکو له خوا لاندې شوې ده.
زموږ دا اوریدونکی عبدالقاهر نومېږي او د کاپیسا ولایت اوسیدونکی دی خو د ځمکې لانجه یې د ګاونډ پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې ده.
دغه شان د عبدالقاهر ستونزه مو د بګرام ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ له سرپرست ښاغلي احمدخان احمدزي سره شریکه کړې ده.
د ټولې خپرونې د اورېدلو لپاره ورکړل شوی لینک کېکاږئ!