د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۳

د ښځو لپاره د "مدیکا افغانستان" موسسې فعالیتونه

په روانه خپرونه کې یو داسې مرکز ته ورغلي یو چې مېرمنو ته رواني او حقوقي خدمات وړاندې کوي؛ دلته د تېرو د دیارلسو کلونو په موده کې په رواني ناروغیو اخته ډېرې مېرمنې تداوي شوي او حقوقي ستونزې یې حل شوي دي.

په افغانستان کې ډېر وګړي د مختلفو عواملو له امله په رواني ناروغیو اخته دي چې زیاته برخه یې مېرمنې جوړوي؛ مېرمنې د کورني تاوتریخوالي، جبر، زور زیاتي او ناوړه دودونو له امله زیاتې په رواني ناروغیو اخته کیږي؛ خو که د رواني ناروغانو پر وخت درملنه وشي؛ نو د ښه کېدو امکان یې شته.

خو په افغانستان کې رواني ناروغیو ته لازم پام نه دی شوی او په دې برخه کې د درملنې پوره مرکزونه هم نشته؛ د مدیکا افغانستان موسسې همدې تشې ته په کتو له ۲۰۰۲م کال نه راپه دېخوا له مېرمنو سره په رواني او حقوقي برخو کې کار کوي؛ مدیکا افغانستان په کابل او ځینو ولایتونو کې مرکزونه لري تر اوسه یې تقریباً ۱۱۸۰مېرمنو سره مرستې کړې دي.

رواني ناروغان ډیر بې حوصلې وي، تل غواړي یوازې واوسي، په وړو خبرو غوصه کیږي، یایې خوب ډېریږي او یا هم کمیږي، تل خپه وي او کار ته یې زړه نه کیږي؛ خو که په دې حالت کې یې درملنه ونه شي؛ د غاړې او ملا دردونه ورته پیدا کیږي او آن ځان او نورو ته زیان هم رسوي.

د لوګر اوسېدونکې شینکۍ چې د کورني تاوتریخوالي له امله ورته رواني ناروغي پیدا شوې؛ وایي، د زوی له مرګ نه ورسته ورته دا تکلیف پیدا شو او دومره په بد حال وه چې آن کله - کله به یې په ځان خولې هم لګولې.

د میدیکا افغانستان کلینیکي روانشناسه زرغونه احمدزۍ وایي؛ کله چې لومړی دوی ته میرمنې راځي حالت یې ډیر خراب وي چې دوی ورسره مختلف فزیکي تمرینونه تر سره کوي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:05 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG