د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۷

د ښوونځيو او پوهنتونو ازموینې څه ستونزې لري؟

په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینې څه ستونزې لري چې ځوانان ترې ځورېږي؟ د دې اوونۍ په تاندې څانګې کې همدا موضوع څېړو.

کله استاد درته ویلي چې په ازموینه کې به درسره ګورم؟ سختې سختې پوښتنې مې درته راوړي، دا ځل به په اسانۍ رانه کامیاب نشئ!؟ او څه چې په کتاب کې دي، ټکی په ټکی هماغه ځواب ولیکئ، بل نه منم ... یا دا چې:

نمرې یې کمې درکړې وي او هڅه مو کړې چې پارچه مو بیا راوباسئ او ځان ډاډه کړئ، خو استاد کینه درسره اخیستې او اخطارونه درکړي؟

که ډېرلایقه شاګرد ته هم د ازموینې یا امتحان نوم واخلې نو یو ډول وېره او ناارامي ورته پیدا کېږي. څه ډول پوښتنې به وي؟ ناوخته نه شي؟ څه رانه پاتې نه شي، سهوه نشم، د پلاني نمرې رانه ډېرې نه شي او داسې سل شل پوښتنې د سړي په ذهن کې ګرځي راګرځي او چې بیا استاد هم د دې پر ځای چې ډاډ درکړي، درته ووايي چې پوښتنې مې سختې راوړي، وخت به ډېر کم وي، زه به درسره ګورم! ... نو شوخ (شواخون) د شاګرد یا د محصل زړه دی چې خولې ته نه راخېژي. دغه ځوانان (لینا امرخېل، حمدالله، لطیفه، سلیم او لیلا) وايي چې استادان راته ډول ډول ګواښونه کوي ...

دا خپرونه په دې پته پر فېسبوک پیدا کړئ:

http://Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

http://pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبه ماسپښين ۰۲:۴۰ او تکرار يې هره سې شنبې سهار ۱۰:۳۰ خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:19 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG