د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، زموږ ګډ دښمن له رواني اړخه ماتې خوړلې ده.
صلاح الدین رباني پرون ماښام ناوخته په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ناټو د مرستو په دوام سره به افغانستان د یوه باثباته، ارام او ډیموکراټ هېواد په توګه وده وکړي.
ښاغلي رباني د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډي کې تر ګډون وروسته وویل:
"له ټولو هغو ستونزو سره ــ سره چې ورسره مخامخ یو، افغانستان له هغه ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي چې تمه یې کېده.
د برخلیک ټاکونکي کال په پای ته رسېدو سره موږ په لا ډاډ ویلای شو چې زموږ ګډ دښمن له رواني اړخه ماته خوړلې ده."
ښاغلي رباني د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو او د هغوی د متحدینو د ژمنو څخه مننه وکړه او د بروکسل پرونۍ غونډه یې اغېزمنه وبلله.