د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

معتادینو لپاره د لیلا حیدري فعالیتونه


په روانه خپرونه کې له یوې داسې مېرمنې سره غږېدلي یو چې د معتادینو د درملنې لپاره یې یو مرکز جوړ کړی چې معتادې مېرمنې هم په کې تداوي کېږي او د دې ترڅنګ یو رستورانت هم لري چي د رستورانت په پیسو بیا د معتادینو درملنه کوي.

لیلا حیدري هغه مېرمن ده چې په کابل کې د معتادینو لپاره د مادر په نوم یو مرکز جوړ کړی چې معتادین تداوي کړي او له نشو یې راوګرځوي، مېرمن لیلا ته هغه وخت دا ذهنیت پیدا شو چې کله یې خپل ورور روږدی شو او هغه درد چې دې د ورور له بابته لیدلی و نو د نورو معتادینو د ژغورلو په خاطر لاس په کار شوه، په ډېره کمه سرمایه یې د ځینو دوستانو په همکارۍ د مادر کمپ جوړ کړ، کمپ د هغه کور حیثیت لري چې لیلا یې مور ده او ماشومان یې هغه معتادین دي چې پرته له خدایه هېڅ څوک نه لري، د ژوند بدې ورځې د پل سوخته پل لاندې تېروي خو مېرمن لیلا هره ورځ دوی پسې ورځي او هغه معتادین چې غواړي له دې بدختۍ خلاص شي د مادر کمپ ته یې راولي او تداوي یې کوي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG