د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د ګوړې اچار: نړۍ د تشناب په کمود ولاړه ده!


د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی د تشنابونو د چارو له لوی رییس صیب سره مرکه درته لرو.

د تشنابونو د چارو لوی رییس وایي چې په بهر کې ېې په تشنابونو

کې ډیر کار کړی دی او له همدې امله په دې برخه کې ډیره تجربه لري!

همدارنګه د تشنابونو د چارو لوی رییس وایي چې تشناب د هېوادونو د پرمختګ او ترقۍ سبب کیږي او له همدې امله اروپایي او امریکایي هېوادونو پرمختګ کړی دی چې تشناب ته ېې زیاته پاملرنه کړې ده!

د تشنابونو د چارو لوی رییس صیب زیاتوي چې د پخوانیو خلکو هغه خبره دروغ ده چې ویل به ېې نړۍ د غوايي په ښکر ولاړه ده؛ په اصل کې نړۍ د تشناب په کمود ولاړه ده!

ورپسې مو فسبوک ته بیایو او هلته مو د یوه میین له حاله خبروو چې په فسبوک کې په یوې نجلۍ! میین شوی دی.

میین له خپل ملګري څخه مرسته غواړي چې معشوقه ېې ورته پیدا کړي، ملګری ېې وروسته له څه هڅو د نجلۍ د کارکولو دفتر پیداکوي او بیاېې میین ملګری لیدو ته ور ولي...دا چې بیا څه پیښيږي؟...خپرونه واورئ.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG