د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

له هېواده د ځوانو کدرونو تېښته ستونزې ډېرولی شي


وايي وطن له مور او پلاره خوږ دی...جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه...

خو زموږ ځينې ځوان کدرونه یاني په لوړو زده کړو سمبال ځوانان دغه درې واړه د څه لپاره پرېږدي؟

له افغانستانه د نورو ځوانانو په شمول د ځوانو کدرونو تېښته دا هېواد لا نورو کومو مشکلاتو سره مخ کولی شي او ایا له خپل وطنه تېښته د حل لار ده؟ په دې تاندې څانګې کې دغو پوښتنو ته د ځواب ویلو هڅه کوو.

له افغانستان اروپايي هېوادونو ته د تېښتې عمده علتونه ناامني او بېکاري ښودل شوي، خو په دې وروستیو کې اروپايي هيوادونو ته په قاچاقي یا په غېرقانوني لاره تلوونکو کسانو کې د ګڼ شمېر داسې کسانو د مرګ او په سمندر کې د لاهو کېدو خبرونه اورېدل کیږي چې دلته يې ښې وظيفې درلودې، د لوړو زده کړو خاوندان وو او د ژوند ګوزاره یې روانه وه یا هغه د چا خبره لاړه يې تېرېده. نو ښايي د نورو مشکلاتو تر څنګ له اروپايي هيوادونو سره پخپله د ځینو ځوانانو بې درېغه شوق هم د داسې تيښتې یو بل سبب وي. کنه نو ولې ځينې لوستي کسان دلته په کوم هوټل موټل کې کار کول شرم ګڼي خو په اروپا کې په موټر وينځلو باندې افتخار...

ننګ اتل هغه افغان ځوان دی چې په ۲۰۱۳ کال کې ورته د فولبرايټ سکالرشيپونو له لارې په امریکا کې د بشري سرچینو په برخه کې د ماسټري په کچه د لوړوزده کړو زمینه برابره شوه او هلته يې د خپلو هڅو په برکت د ځوانانو د شجاعت جایزه هم تر لاسه کړه.

دی وايي چې له افغانستانه ورسره نږدې شپېتې کسه د زده کړو لپاره تللي وو چې ځينې يې راغلل او ځينې يې پاتې شول، چې اوس ځينې پکې هلته په اته ډالره مزدوري کوي، خو که هيواد کې وای نو له ښه قدر او عزت سره به يې ښه ګټه وټه هم درلوده. ښاغلی اتل همدا راز وايي چې ما فکر کاوه افغانستان ته له رسيدو سره سم به وظيفه پيدا کړم خو داسې ونه شول. مګر بیا هم نه ناهیلی یم او نه پخپل بېرته راتګ پښېمانه.

وايي ژوند په امید خوړل کیږي، ښايي ډېر ځوانان د ننګ اتل غوندې د ښه راتلوونکي په امید لا هم خپل هېواد څخه تېښتې ته زړه ښه نه کړي. خو کله چې ناامیدي ډېره وي د کمزوري عظم خاوندان له ښه راتلوونکي بېزاره کيږي. د ټولنیزو چارو یو ځوان کارپوه حامد صبوري پر اوسني دولت د دې له کبله هم نیوکه کوي چې ځوانانو ته د راتلوونکي لپاره د یوه ښه امید په ورکولو او د ځوانو کدرونو په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی. ښاغلی صبوري همدا راز وايي چې په اروپايي هېوادونو کې باابرو او باعزته ژوند کول په افغانستان کې په اوسنيو حالاتو کې تر ژوند کولو ډېر زحمت او حوصله غواړي.

ناامني او بېکاري به وي، خو ایا د حل یوازينۍ لار له خپل وطنه تېښته ده؟ په دې اړه د کابل پوهنتون دوه محصلانو لېوال افغان او مجیب الرحمن وايي چې وطن د کور او مور حېثيت لري او کله چې مور ناروغه او یا کور مشکل سره مخ وي نو باید عیادت او ساتنه یې وشي، نه دا چې ترې وتښتو.

څو نور محصلان غرڅنۍ ساهو، نسيم محمدي او عایشه قاضي دا خبره په یو بل ډول کوي چې:

د وطن خاوره مې خوراک وای... نه په پردي وطن کې غوښې پلاوونه. دوی وايي چې په موږ د هېواد مصرف شوی او قرضداره يې یو او همدا يې د حق د ادا کولو وخت دی.

ننګ اتل هم وايي چې ما کولی شول چې په امریکا کې پاتې شم او خپل ژوند هلته جوړ کړم، خو ما د خپلو ښوونکو او مور او پلار قربانۍ او د وطن مینه سترګو ته ودروله. دی په بهرنيو هېوادونو کې د ځینو میشته کسانو په اړه وايي چې د افغانستان خاوره د دوی مړه وجود او هډوکو ته نه بلکې ځوانې انرژۍ ته ضرورت لري.

ښاغلی صبوري وايي چې په افغانستان کې تر اوسني حالته سخت حالات راغلي خو بیا هم خلکو مقابله ورسره کړې، دی وايي چې ځوانان دې د دولت په تمه نه خوري بلکې له ځانه دې وپوښتي چې د دې وطن او د خپلو هېوادوالو د خېر لپاره دوی پخپله څه کولی شي.

د یوه پوهنتون ځوان استاد امیرخان امیري هم وايي چې په هر هېواد کې له سیاسي بدلونونو سره ځينې مشکلات رامنځ ته کیږي خو باید له وطنه د تېښتې پر ځای مشکلاتو ته پخپله ځوانان د حل لار ومومي اومبارزه ورسره وکړي، د ښاغلي امیري په قول:

"د نړۍ اکثره هېوادونو په ځانګړي ډول د دريمې نړۍ هيوادونو بدلونونه او تحولونه تجربه کړي دي او د پرمختګ پر لاره يې یو لړ مشکلات ګاللي دي. هر کله چې یو بدلون راځي د ټولو په زړه نه راځي، نو ځوانان- چې د یوې ټولنې د ملا تیر ګڼل کيږي- که ناهیلي شي او د فرار په تکل کې شي، له نورو څه ګیله؟ سمه ده چې ناامني او بیکاري ده خو فرار د حل لار نده. هيڅ هېواد بل چا چا ته ندی اباد کړی بلکې د هغه هيواد خپل وګړي او ځوانان وو چې ستونزې يې ګاللي، زحمت يې ایستلی، ناامیده شوي ندي، ځان او خپل هېواد يې له بحرانه ایستلی، نو که د بل په تمه اوسو، دا هسې یو خیال دی."

جاوېد اميرخېل په یوه نوې سندره کې وايي چې:
کور يې زموږ، وطنه مور يې زموږ...

نو په دې هیله چې د کور ساتنه او د مور عیادت مو کړی وي، ننۍ تاندې څانګې رانغاړو. دا خپرونه پر فېسبوک پېدا کړئ:
facebook.com/TandySagy
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG