د مهترلام زیارت چې د لغمان ولایت مرکز په مهترلام کې د ښار لویدیځې څنډې ته په څو کیلومترۍ کې پروت په شنو ونو پوښلی دی.
دغه زیارت ګیرچاپیره دېوال احاطه کړی او په منځ کې یې یوه لویه او بله کوچنۍ ګمبده تر سترګو کیږي.
په دغه زیارت کې دننه شنې ونې ښه پرېمانه دي، یوه عمومي لار لري، چې د دغه لارې دواړو خواوو، ته صوفې جوړې شوي، چې د کبابونو او نورو خوړو بویونه ترې راپورته کیږي، لویه لار مسجد ته تللې او کله چې د مسجد ودانۍ ته داخل شې، په مسجد کې دننه بله کمبده ده چې په داخل کې یې یو ډېر اوږد قبرچې په ګلابي ټوټې پوښل شوی دی موجود دی او ویل کیږي چې همدغه مقبره د مهترلام بابا ده.
لیکوال او ژورنالېست سهار ګل امیرزي د مهترلام صاحب د زیارت پر تاریخ غږیدلی، نوموړی وايي، مهترلمک چې بیا وروسته په مهترلام اوښتی د نوح ع پلار و.
د امیرزي په خبره چې د مهترلام بابا د زیارت او تاریخ په اړه یوه پخواني ملا کتاب لیکلی و، چې په دغه کتاب کې یې ټول تاریخ خوندي کړی و، چې اوس نشته.
سهار ګل امیرزی وايي چې د مهترلام بابا د زیارت ودانۍ چې اوس یو څه تخریب شوې ده، د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال په بشپړ ډول او د کرزي په واکمنۍ یو څه ترمیم شوې ده.
مینوالو په پښتو ولسي ادب کې هم د مهترلام بابا یادونه شوې ده، چا په لنډیو کې ویلي:
ځه چې لغمان ته کله لاړ شو
د مهترلام بابا به وکړو سلامونه
د لغمان اوسیدونکې عایشه وایي چې د مهترلام بابا زیارت ته د هرې پنجشنبې او جمعې په ورځو سړي ورځي او د شنبې په ورځ بیا ګڼې ښځې ورځي .
د لغمان ولایت یو بل اوسیدونکی بزګر حمید الله وايي چې له ډېرو پخوا زمانو څخه د مهترلام صاحب زيارت د خاصو او عامو د میلو او دعاګانو ځای دی.